بازتاب نیوز

ولسمشر به د بشر حقونو خپلواک کمېسيون لپاره غړي وټاکي

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، ولسمشر غني نن له غرمې مخکې د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د غړیتوب لپاره پر شرایطو د برابرو کسانو نوملړ ترلاسه کړ.

خبرپاڼه کې راغليو ياد نوملړ د بشري حقونو او مدني بنسټونو، د حقوقپوهانو انجمن، علماو شورا، د معلولینو حقونو مدافع او ملاتړو بنسټونو او پوهنتونو برابر کړی دی.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون پر شرایطو د برابرو کسانو تحصیلي اسناد او کاري سوابق ارزولي او جمهوررئیس به له دغه افرادو او هغه ۲۷ کسیز نوملړ څخه چې د غوراوي کمېټې برابر کړی و، د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون نوي غړي انتخاب کړي.

The post ولسمشر به د بشر حقونو خپلواک کمېسيون لپاره غړي وټاکي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/ولسمشر-به-د-بشر-حقونو-خپلواک-کمېسيون-لپ/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading