بازتاب نیوز

نوی غزل / یرغل

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

ما ايښى؟ تا ايښى؟ ملا ولاکه سم ايښى دى

د محمد په لاره چا دلته قدم ايښى دى؟

سبق ته نه ځي يو ماشوم لګيا دى خپلې مور ته

مجاهدينو(!) د ښونځي لاره کې بم ايښى دى

کلونه وروسته د جانان دوه سوغاتونه راغلل

په يو سوغات کې يې و مار بل کې يې لړم ايښى دى

خپلو بچيو ته روزي ګټي په زور د ټوپک

دې خلکو خداى هېر کړى دې خلکو قلم ايښى دى

ټولو ته يې مينه ورکړه ماته يې دا وويل چې

هاغلته ورشه ستا په برخه کې مې غم ايښى دى

ماته چې خلک لېونى وايي نو خوند راکوى

#يرغله! ځکه چې دا نوم په ما صنم ايښى دى

شاعر: انورالحق یرغل

The post نوی غزل / یرغل appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/نوی-غزل-یرغل/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading