بازتاب نیوز

په کندهار کي د کرکیټ شپنۍ سیالۍ رواني دي

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د مسئولینو په خبره د روژې میاشتي له پيله د کندهار په دوهمه عینومینه کي د لسګونه لوبډلو ترمنځ د کرکیټ شپنی ټورنمنټ پيل سو، چي اوس ئې هم لوبي په ښه ډول رواني دي.

ددې سیالیو مسئولین وايي، چي د کرکیټ په دې لوبو کي ۴۰ ټيمونه برخه وال دي، چي د کندهار ښار د بیلابیلو سیمو څخه ئې ګډون کړی.

د دوی په خبره، چي ددې ټورنمنټ څخه ئې موخه په روژه کي د کرکیټ لوبغاړو ته د لوبو زمینه برابرول دي.

د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي ددې ټورنمنټ هره شپه درې ـ درې لوبي ترسره کیږي.

د کرکیټ دې سیالیو ته هره شپه په زرګونه مینوال د نندارې لپاره ورځي.

د یادولو وړ ده، چي د کرکیټ دا سیالۍ د روژې میاشتي تر وروستیو ورځو پوري دوام کوي.

لیکنه: صابر حمیدي

The post په کندهار کي د کرکیټ شپنۍ سیالۍ رواني دي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/په-کندهار-کي-د-کرکیټ-شپنۍ-سیالۍ-رواني-دي/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading