بازتاب نیوز

افغانستان په نړیوال جام کي له ګډونوالو لوبډلو سره په کوم تاریخ لوبیږي؟

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د کرکیټ پنځوس آوریزه نړیوال جام د رواني مې میاشتي په ۳۰مه نیټه پېلیږي، چي لوبي ئې په انګلستان او ویلز هیوادونو کي ترسره کیږي.

په دې ټورنمنټ کي د افغانستان ملي لوبډلي په ګډون ۱۰ قوي هیوادونه برخه وال دي.

په نړیوال جام کی لومړی ټولي ګډونوالي لوبډلي یو د بل په وړاندي لوبیږي، چي افغانستان په دې لړۍ کي ۹ لوبي په لومړي پړاو کي ترسره کوي.

افغان لوبډله به یادي ۹ سیالۍ په لاندي تاریخ د یادو لوبډلو سره ترسره کړي:

افغان ټيم به خپله لومړۍ لوبه د راتلونکي جون میاشتي په لومړۍ نیټه د آسټرالیا په وړاندي مازدیګر ۵:۳۰ بجي ترسره کړي.

دوهمه لوبه د جون په ۴مه نېټه ماپښين ۲:۳۰ بجې د سریلانکا په وړاندي.

دریمه لوبه د جون په ۸مه نېټه مازدیګر ۵:۳۰ بجې د نیوزېلینډ په وړاندي.

څلورمه لوبه د جون په ۱۵مه نېټه مازدیګر ۵:۳۰ بجې د سویلي افریقا په وړاندي.

پنځمه لوبه د جون په ۱۸مه نېټه ماپښين ۲:۳۰ بجې د انګلستان په وړاندي.

شپږمه لوبه د جون په ۲۲مه نېټه ماپښین ۲:۳۰ بجې د هندوستان په وړاندي.

اوومه لوبه د جون په ۲۴مه نېټه ماپښين ۲:۳۰ بجې د بنګله دېش په وړاندي.

اتمه لوبه د جون په ۲۹تمه نېټه ماپښين ۲:۳۰ بجې د پاکستان په وړاندي.

او وروستۍ نهمه لوبه بیا د جولای میاشتي په ۴مه نېټه ماپښين ۲:۳۰ بجې د ویسټ انډیز په وړاندي ترسره کوي.

دې سیالیو ته د افغانستان په ګډون ټولو برخه والو هیوادونو خپلي ۱۵ کسیزي لوبډلي اعلان کړي دي، چي په افغان ۱۵ کسیزه ټيم کي ګلبدين نائب، محمد شهزاد، نور علي ځدران، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، اصغر افغان، حشمت الله شهيدي، نجيب الله ځدران، سميع الله شينواری، محمد نبي، راشد خان، مجيب الرحمن ځدران، دولت ځدران، افتاب عالم او حميد حسن شامل دي.

د افغانستان د کرکیټ بورډ چارواکي وايي، چي نړیوال جام ته افغان لوبډله بشپړ چمتوالی لري.

لیکنه: صابر حمیدي

The post افغانستان په نړیوال جام کي له ګډونوالو لوبډلو سره په کوم تاریخ لوبیږي؟ appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/افغانستان-په-نړیوال-جام-کي-له-ګډونوالو/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading