بازتاب نیوز

جمعيت اصلاح او د ملي هويت قضيه! وحيدالله مصلح

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

کله چې په ۲۰۰۱ ميلادي کال کې د نابللو بهرنيانو په جارحانه شتون کې ملي خپلواکي او ملي ارزښتونه نور د هغه مهال د بازار توکي نه ګڼل کېدل، بيخي په همدغه مبدأ کې د جمعيت اصلاح په نوم يو ژمن جوړښت رامنځته شو، دا تشکل د افغانستان د هغه مهال په حال او راتلونکي کې د هويت د کشمکش لپاره يوه بنسټيزه اړتيا وه.

د افغانستان ملي او اسلامي هويت د يو منظم هر اړخيز وارداتي هجوم په مقابل کې داسې يو تمدني کار او ژمنتيا ته اړتيا درلوده چې له يوې خوا د افغانستان له ملي او اسلامي اصالته ننګه وکړي او له بلې خوا د يوې تمدني داعيې په درلودو سره د ټولو واردېدونکو هويتونو علمي او عملي مقابله وکړي. جمعيت اصلاح په همدې تناظر کې خپل استعدادونه متحرک کړل او بيا نو د شپاړسو کلونو په دا تېره زمانه کې دومره فعال پاتې شو چې، په هر فعاليت کې يې له خپل ولس او خپل هويت سره تړون بند پر بند پيېلتوب اخېسته. او ځکه خو تېر شپاړس کلونه د جمعيت اصلاح پر کړنو شاهد دي او د جمعيت اصلاح کړنې پر تېرې لسېزې…

د شپاړسو کلونو په تېره زمانه کې جمعيت اصلاح په يوه طبيعي سير کې وده کړې او کوي يې، فعاليتونه يې ورځ تر بلې ډېرېږي، او د همدې فعاليتونو په پراختيا کې، جمعيت اصلاح سترېږي (الحمدلله)، نو ځکه خو په ولس، ځوانانو او همدا راز د بريښنايي نړۍ په کاروونکو کې يې په اړه وخت نا وخت دا پوښتنه راپورته کېږي چې د ملي ارزښتونو او ملي هويت په اړه د جمعيت اصلاح موقف، قرآئت او تعبير څه دی؟ له همدې امله، اړينه وه چې دا خورا مهمه ملي قضيه د لوستونکو مخې ته کېښودل شي.

دا چې جمعیت اصلاح ځان د افغانستان د هغه اسلامي نهضت د فکري خط امتداد بولي چې د کمونېزم او پخواني شوروي اتحاد پر ضد یې د افغان مسلمان ملت بې ساری جهادي خوځښت رهبري کړ، نو ځکه به لومړی د ملي هویت په باب د هغه خوځښت دریځ په لنډو ټکو کې وړاندې کړو، او ورپسې به د جمعيت اصلاح او ملي هويت قضيه لږ په تفصيل ځکه راوسپړو چې موضوع مشخصاً د جمعيت اصلاح پر محور راټوله ده.

د افغانستان اسلامي نهضت او ملي هويت

په افغانستان کې اسلامي نهضت د ملي او اسلامي هويت د ورکې په يوه شعوري جدل کې رامنځته شو، دوی له همغه پيله د شوروي انټرناسيوناليستي شاګردانو سره داسې ټکرونه او پرله پسې ټکرونه وکړل چې يې نه غوښتل په کې د افغانستان تاريخ، فرهنګ، دين، ټولنيز نظم، اقتصاد، جغرافيه، او حکومت او دولت دې په واردېدونکي شوروي سېستم کې ورک او پټ شي، او همدا د هويت د پت جګړه وه چې اسلامي نهضت په کې تر پايه تر نورو مخکې او لومړۍ کرښه کې ولاړ پاتې شو. کله چې شهيد موسی شفيق د صدراعظمۍ پر مهال له ايران سره د هلمند د اوبو په اړه پرېکړه وکړه، نو پر دې سترې ملي قضيې اسلامي نهضت (جوانان مسلمان) سترې غونډې او موقفونه ونيول.

په افغانستان کې د شوروي پر ضد د ازادۍ جګړه به د تاريخ پر ټټر هغه حماسه وي چې رهبران، ګټونکي او اتلان يې د اسلامي نهضت له متنه راوتلي ځوانان او لارويان وو، د څرخي پله د پوليګون ژوندي ښخ شوي نهضتيان ددې تاريخ په قربانيو کې د ټکر نه هيريدونکې قضيه ده، له سره کفره د څرخي پله په زندان کې د غازي سيد اکبر هغه بغاوت هم ددې قربانيو يو داسې تاريخي مورچل دی چې په تش لاس يې په لسګونو کمونيستان تر ځان مخکې کړل، دا خو يوه کيسه نه ده، په کابل کې د چنداول قيام، په هرات کې د حوت د څلرويشتمې قيام، په کنړ کې د فرقي پاڅون او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د خپلواکۍ پاڅونونه ددې ملي او اسلامي مبارزې برخې جوړوي… دا قربانۍ او دا شهامتونه خو د صحابه و تر دور وروسته په تاريخ کې بېساري وو…

د نهضت په تاريخ کې، داسې زمانه هم راغله چې نهضت پر تنظيمونو وويشل شو، او بيا نو دې تنظيمي امتداد په خپل ځان کې د بلا ډېرو ښو تر څنګ چې دوی په کې د شلمې پېړۍ له شوروي نيواکه افغانستان ګاټه، دوی په کې د ملت د پت جګړه کوله، او هغه چې دوی په کې د دين پر محور حماسې کولې او دې سرښندنو ته نړۍ حيرانه او شوروي مات وو… خو له بده مرغه دې تنظيمي امتداد د نقد دا خوا هم وساتله چې د ملي هويت لپاره يې په اسلامي تناظر کې جزيات او واضح تعريفونه وړاندې نه کړل، دوی د ملي هويت فرهنګي او فکري اړخ هغسې ونه تراشه چې ددوی لاروي څنګه ورسره تر پايه په دې شعور کې ناکام وکړي، او دې ابهام په نهايت کې د ګټلې جګړې په بايلات کې د خپلې اندازې نقش همغسې ادا کړ.

جمعيت اصلاح او ملي هويت!

جمعيت اصلاح لکه بل هر اسلامي حرکت په افغانستان کې له ملي هويت سره د تقابل او ټکر پر ځای د منلو او تفاهم سياست لري، جمعيت اصلاح هغه مشترکات هيڅکله نه غورځوي چې يا خو په اسلام کې ريښې لري او يا هم اسلام رد کړي نه وي او د ملي هويت له قضيې سره د يوه سم او ژور فهم او اسلامي اساساتو په اډانه کې تعامل لري، جمعيت اصلاح د اسلام په رڼا کې د ملي هويت عناصر په ډېر منطقي او ډېر طبيعي توګه راخېستي دي او په هر اولويت کې پرې موقف نيسي او مردانه وار يې ننګه کوي.

جمعيت اصلاح تر هر څه لومړی د ملت د يووالي لپاره اسلام بنسټ بولي، اسلام د ټولو افغاني قومونو لپاره بې شخړې اساس دی، او په دې ډول دا په جګړو کې راښکېل او واټن اخېستی افغانستان، د اسلام پر بنسټ کوشېرېدای شي… که د ملت د يووالي لپاره هر هغه بنسټ رامخې ته کېږي چې له اسلام سره په ټکر کې وي دا به د افغانانو ملي هويت د داسې پاڼ پر ژۍ ودروي چې يواځې يوه نرۍ ښورېدنه يې لاندې غورځولای شي.

جمعيت اصلاح له خپل ملت او هېواده ژوره پوهه او درک لري، او په دې هم پوهېږي چې له کمونيستي کودتا وروسته افغانستان له کومو هويتي بحرانونو تېرېږي. دلته د نفاق او ويشلي سياست په کرښو کې د پرتو قومونو زيانمن شوي مشترکات هم تحليلوي او د همدې واټنونو د صفري کولو لرليد هم لري. همدا لامل دی چې په دې شکېدلي ملي وحدت کې جمعيت اصلاح تر هر څه لومړی اسلام د ملي يووالي د بنسټ په توګه وړاندې کړی، تعقيب کړی او پاللی دی، او د ملي هويت نور عنصرونه يې هم په يو ډېر ښه انډول کې ساتلي او پاللي دي.

جمعيت اصلاح د ملي هويت په عنصرونو کې هيڅکله نژاد پرستۍ او قوم پرستۍ ته ځای نه ورکوي، او دا فکتور د افغانستان د تجزيې او وېش مساعدوونکی ګني. نژاد پالنه اصلاً په نړۍ کې د ملي هويت له بامه غورځېدلې ده، او دا نه طبيعي ده او نه عملي چې په يوه هېواد کې دې ټول وګړي له يوه ځانګړي نژاده او يا قوميته راټول شوي وي. د جمعيت اصلاح له نظره افغانستان يو ګلستان دی او ټول ځای شوي قومونه په کې بېلابېل ګلونه دي، او دا قومونه په مجموع کې د افغان مېړني ملت جوړښت تکميلوي.

جمعيت اصلاح د خپلو خلکو د دين، علم او فرهنګ، تاريخ، جغرافيې، اقتصاد، سياست، او ټولنيزو بنسټونو لپاره د تعامل مجالونه لري، ښايي دا تجربه به زمونږ په هېواد کې يوازې د اسلامي جريانونو په منځ کې نه بلکه د ټولو جريانونو، تنظيمونو او سازمانونو په منځ کې نوې وي، او په دې باندې ځکه تاکيد کېږي چې په دې اړه د جمعيت اصلاح فعاليتونه او پلانونه تر هر څه ښه ضامن دی، دا تمدني کار چې له لرليده نيولې تر کوچنيو فعاليتونو پورې ټول د يوه نظم له مخې تعقيبيږي او د ملي هويت قضيه يې په همدې نظم کې ډېر طبيعي ځای لري، دا نو يوازې ضامن نه بلکه علمي او سېستماتيک ضامن دی، دا فعاليتونه له مخې سره او سطحي نه دي او نه د عکس العمل په بوړبوکيو کې مزلونه کوي، بلکه دا عمل او دا ميدان به يو مهال افغانستان د ارمانونو هغه څوکې ته رسوي چې هلته پرمختګ هم مادي او هم معنوي تعريفونه اخلي.

د جمعيت اصلاح تېر شوي لس کلونه يوه غټه زمانه ده، او دا زمانه د ملي هويت او ملي يووالي د قضيې په اړه د جمعيت اصلاح د فعاليتونو تر ټولو ښه شاهدده ده. دلته به په لنډ ډول د ملي هويت په اړه د جمعيت اصلاح د کارونو وړه برخه د لوستونکو مخې ته کېښودل شي:

جمعيت اصلاح او اسلامي ويښتابه:

جمعيت اصلاح اسلام د يوه بې روحه او رواجي دين په توګه نه بلکه هغسې يې رااخلي څنګه چې په خپلو اصيلو سرچينو کې دی، جمعيت اصلاح د خپل شتون په ټوله موده کې ددې لپاره تمدني کار کړی چې څرنګه اسلام حاکميت ته راوګرځول شي او دا چې اسلام د ژوند ټولې خواوې اداره کړي. دا کار له دې پرته چې منظر او چاپېريال ورته جوړ شي، عملي کېدای نه شي. په همدغسې منظر کې جمعيت اصلاح د داسې افغان نسل تمدني روزل د کار بنسټ بولي چې اسلامي ويښتابه ته نه يوازې اوږه ورکړي بلکه د ژوند تر حده تداوم سره يې داسې پرمخ بوځي چې ورلاندې ستړی نه شي. دا روزنه احساساتي او عکس العملي نه ده، دا به د عمل او ميدان سړي وي دوی به له ملت سره وي او په ټولو سرنوشت جوړوونکو قضيو کې به په ګډه کار کوي.

جمعيت اصلاح په يو ِغټ مورد کې د ولسي بيدارۍ لپاره د قرآن پوهنې اجتماع ګانې نه يوازې عامې کړي بلکه دا يې افغان شمولي کړي هم دي، که په ننګرهار کې د قرآن پوهنې دورو ته په لسګونو زره قرآني مينه وال راځي نو تر دې ډېر ورته په هرات کې راغونډېږي، او په همدې تواتر کې کابل، کندز، لغمان او نور ولايتونه هم پراته دي. دا دورې ولسواليو ته هم غځېدلي دي او په ډېر ښه ډول يې د دې ملت د يووالي لپاره د اسلامي فکتور په توګه کار هم کړی دی.

په همدې ډول د نبوي سيرت سيالۍ، د نبوي سيرت کنفرانسونه، ديني عام درسونه او سيمينارونه، د قرآن کريم د تفسير دورې، په رمضان کې مختلف رمضاني پروګرامونه، د ديني علماو ټولنه، ښځينه او نارينه ديني مدرسې او نور ډېر پروګرامونه د اسلامي ويښتابه لپاره د جمعيت اصلاح وسايل جوړوي.

جمعيت اصلاح او ملي خپلواکي:

جمعيت اصلاح د خپل کار په هر پړاو کې د هېواد پر ملي خپلواکۍ، ملي حاکميت او زمکنۍ بشپړتيا تاکيد کړی، په کنفرانسونو، سيمينارونو، رسنيو او نورو ډېرو موردونو کې يې په دې اړه موقفونه ډېر روښانه وړاندې کړي دي. جمعيت اصلاح د هر راز نيواک مخالفت کړی او په فکري، فرهنګي او ټولنيزو ډګرونو کې يې په دې اړه د مزاحمت او مخالفت سياست پر مخ وړی دی. که په فراه کې بهرنيانو افغانان شهيدان کړي او که په کنړ کې يې پرې بمونه غورځولي نو جمعيت اصلاح پرې غبرګون ښودلی او داسې بېلګه لاريونونه يې پرې کړي چې رسنۍ ورته د کابل په ماحول کې حيرانې وې، دا لاريونونه د شعار، نظم او سليقې، او مهذبيت له امله ځانګړي وو.

د جمعيت اصلاح په رسنيو کې په ډېرو څرګندو ټکيو د نيواک پر ضد ليکنې خپرې شوي، مرکې شوي او ريپوټونه پرې خپاره شوي دي. د جمعيت اصلاح په رسنيو کې له بهرنيانو سره د ستراتيژيکو تړونونو په اړه ډېرې تحليلي ليکنې او علمي څېړنې مخې ته راغلي او دا سلسله لا هم پای نه لري.

همداراز کله چې ګاونډيانو پر افغانستان توغندي ورولي زمونږ چاپي رسنيو پرې تحليلونه، ليکنې او مرکې خپرې کړي دي، که په ګاونډي هېواد کې پر افغانانو ظلم شوی، په غټه پيمانه اعدام شوي او يا له ملکه راشړل شوي د جمعيت اصلاح په رسنيو کې پرې تاوده بحثونه تر سره شوي دي. او که په بل مورد کې د هېواد پولې ګاونډيانو شکولي او په کيلومترونو د افغانستان خاورې ته راننوتي نو د جمعيت اصلاح له منبره پرې موقف څرګند شوی دی.

جمعيت اصلاح تل د افغانستان د وېش پر داخلي او خارجي غدارو توطيو خپل قهر ښودلی، او په دې اړه يې په خپلو رسنيو کې ګڼې ليکنې کړي دي.

جمعيت اصلاح په ډېرو څرګندو ټکو کې د بين الافغاني ډيالوګ پر اړتيا ټينګار کړی او دا ددې په خاطر چې هېواد يو ځل بيا د نويېمې لسېزي ورانوونکي کلونه تجربه نه کړي.

د ملي خپلواکۍ په پلمه د هر فرصت قدر شوی، حتی د ماضي شانداره ورځې ډېرې ښې پالل کېږي، هغه چې د اسلامي فکر سلف نهضت په کې شوروي مات کړی، يا د کمونيستي لاسپوڅو په جهنمي وحشت کې د ثور د اومې او جدي اتمې د بې واکۍ ورځې، او بيا هم د اسلامي نهضت د قربانيو بېلګه جوپې هغه چې د نهضت مشرتابه کدرونه يې په ځان کې يوې بلې بقا ته له مونږه پناه کړل دا ټولې د ملي خپلواکۍ د شعور ويښتابه ته ډېرې ژوندۍ لمانځل کېږي او بدې يې غندل کېږي. او په همدې تسلسل کې د زمري اته ويشتمه چې په کې انګليس د افغان مقاومت په هجوم کې خپله وروستۍ ماته د تاريخ پر ټټر ثبت کړې دا نو هم د ملي خپلواکۍ په شعوري کولو کې داسې راخېستل کېږي چې د تېر او اوسني نيواک پرتلنې په کې د ماضي او حال تحليلي ګډولې لري.

جمعيت اصلاح او اجتماعي عدالت!

جمعيت اصلاح په افغانستان کې د يوه ريښتيني ټولنيز عدالت غوښتونکی دی، اجتماعي عدالت ټولو برخو ته شامل دی، خو سياسي، اقتصادي، او پوهنې متناسب ګډون يې غټ موردونه دي.

جمعيت اصلاح د اجتماعي عدالت په اډانه کې داسې سياسي مشارکت غواړي چې هلته هيڅ قوم د محروميت احساس ونه کړي او ټول په کې په ګډه تصميمونه ونيسي او ګډ سياست تعقيب کړي او هلته چې افغانستان يو داسې نظام ولري چې د خلکو احساس، غم او درد او خوشالي په کې مشترکه وي. د اجتماعي عدالت له مخې د قومونو ګډون په دې معنا دی چې په واک کې د مختلفو قومونو با استعداده شخصيتونه مخې ته راشي. دا ګډون هيڅکله په دې مانا نه دی چې ګنې د قومونو د مشارکت په نامه دې د استعدادونو او اهل خلکو مخه ونيول شي، بلکه جمعيت اصلاح په دې باور لري چې په افغانستان کې استعدادونه او د کار اهل شخصيتونه په يوه ځای او او يوه قوم کې نه دي راټول شوي او دا چې دا وړتياوې او دا د کار خلک د افغانستان په ټولو وګړو او ټولو قومونو کې خواره دي، نو ځکه دېته بايد زمينه برابره شي چې څرنګه په قومونو کې خواره استعدادونه په ګډه چارې پر مخ بوځي.

جمعيت اصلاح په افغانستان کې د سياسي مشارکت تر څنګ د اقتصادي مشارکت پر سياست هم تاکيد کوي، او دا دواړه د ملي هويت د ساتنې او پالنې لپاره ډېر مهم بولي، په افغانستان کې له متوازنې او ګډې اقتصادي ودې پرته ملي يووالی نه شي رامنځته کېدای او داچې ملي يووالی د ملي هويت لپاره ډېر بنسټيز دی. له بده مرغه افغانستان په تېرو ټولو لسيزو جنګونو او بحرانونو کې د ګډ سياسي او اقتصادي نظام او مشارکته برخمن نه دی پاتې شوی او دې چارې د ملي هويت پر پاتې ټولو عناصرو ډېره ناوړه اغېزه کړې ده.

جمعيت اصلاح د افغانانو لپاره د پوهنې په ډګر کې متناسب مجالونه غواړي، په دې ډول به په ټولو قومونو کې کدرونه متوازنه وده ومومي او افغان ملت به په يوه ريښتيني پرمختګ او ويښتابه کې پر مخ ولاړ شي. په دې ډګر کې جمعيت اصلاح پاخه او بنسټيز ګامونه پورته کړي دي، د هېواد په مختلفو ولايتونو کې د جمعيت اصلاح تر سرپرستۍ لاندې رامنځته شوې تعليمي ادارې (اصلاح لېسې، ديني مدرسې، دارالعلومونه، دارالمعلمينونه، تعليمي کورسونه او تر دې پورته تحصيلي مجالونه) په دې ګواه دي چې جمعيت اصلاح په افغانستان کې د پوهنې متوازن سير ته ژمن دی. د پوهنې دا متناسب سير يواځې د قومونو په منځ کې نه بلکه د نارينه او ښځينه افغانانو په منځ کې هم وجود لري.

جمعيت اصلاح، فرهنګ او ژبه!

جمعيت اصلاح د اصيل اسلامي او ملي فرهنګ د ودې لپاره خپلې ټولې سرچينې په ډېر ښه سنبالښت په کار اچولي دي، او د ټولنې د اخلاقياتو، ايمان او اعتقاداتو په برخه کې خپلې برنامې لري او ورته کار کوي، په همدې سلسله کې جمعيت اصلاح ته د خپلې ټولنې ټول غوره کلتوري او روايتي ارزښتونه مهم دي او په اړه يې د پالنې سوچ او عمل لري. زمونږ په ټولنه کې ډېری مشترکات زمونږ د دين او رواياتو تر منځ شتون لري، او همدا مشترکات د ملي وحدت په لار کې د پالنې غټ موردونه دي. داسې کلتوري برخې هم شته چې له اسلام او فطرت سره په ټکر کې دي او همدا هغه ټکي دي چې جمعيت اصلاح يې د اصلاح هوډ لري.

جمعيت اصلاح د فرهنګ او ژبې په ډګر کې د شعار پر چيغو احساساتي او فاشيستي خيالي غرونه نه دنګوي، بلکه جمعيت اصلاح فرهنګ او ژبه، د ملت تر منځ د علم، فرهنګ، او ارزښتونو د تبادلې، او د يووالي او تفاهم د وسيلې په توګه کاروي. هغه څوک چې ژبه د ملت تر منځ د وحدت پر ځای د وېش د اجنډا لپاره کاروي همدا رمز د هغوی او جمعيت اصلاح تر منځ فاصل حد جوړوي. جمعيت اصلاح هيڅکله د ژبو پر سر شخړو ته په خپلو برنامو کې ځای نه ورکوي بلکه په طبيعي حد کې د ژبو د توازن ساتلو هڅه کوي. د ژبې او کلتور د ودې په اړه جمعيت اصلاح کومه ارماني خبره نه کوي بلکه د جمعيت اصلاح عمل په خپله تر ټولو غوره اندازه ده، تاسو پر دې پرتلنې سوچ وکړئ؛ جمعيت اصلاح تر اوسه تر ۱۵ لکو جلدو، ډېر پښتو او دري کتابونه چاپ کړي دي، اوس نو فکر وکړئ چې دې پراخه کتابي شبکې به د ملت په فرهنګي وده کې څومره نقش لرلی وي؟ د کتاب دې پراختيا به پښتو او دري ژبې په علمي او فرهنګي لحاظ څومره غني کړي وي؟ … د کتاب دې خپراوي د افغانانو د ادابو، رسمونو، اخلاقياتو او اعتقاداتو په برخه کې خپل موثريت او مثمريت درلودلی او دا يوه دوامداره پروسه ده چې ددې ملت پر فرهنګي رغونې او غوړېدا او ملي يووالی او پرمختيا تمامېږي. دا يو واقعيت دی چې، د افغانستان غوندې هېواد کې چې د کتاب مينه وال په کې لوړ ګراف نه لري دا کتابونه يوه غټه لاسته راوړنه ده.

د جمعيت اصلاح رسنۍ، اصلاح راديو تلويزيون، اصلاح وېبپاڼه، مختلفې فيسبوکي پاڼې، قافله مياشينۍ، ملي اصلاح اونيزه، معرفت مياشتينۍ، ژوند مجله، اصلاح پيغام لړۍ، په مختلفو مناسبتونو خپرېدونکي بروشرونه، رسالت فرهنګي ټولنه، فرهنګي کنفرانسونه او سيمينارونه، د ښار پاکونې ګڼ کمپاينونه، د اخلاقي فساد پر ضد اونۍ، او دېته ورته نور ډېر موردونه هغه څه دي چې زمونږ د هېواد فرهنګ ته وده ورکوي.

جمعيت اصلاح او تاريخ!

جمعيت اصلاح د خپل تاريخ ټول اصيل او راڼه اړخونه خپل وياړونه بولي، جمعيت اصلاح، افغانستان ته د اسلام له راتلو راوروسته پېښو کې خپل اتلان لري او د تاريخ کيسې… زمونږ په تاريخ کې سلطان محمود غزنوي، احمد شاه بابا، ميرويس نيکه، افغان سيد جمال الدين او نور ډېر شته چې زمونږ په هېواد کې تر اسلام وروسته د تاريخ بنسټونه جوړوي، هغه چې بيا پر همدې بنسټونو زمونږ د تاريخ ټول امتداد عمودي او افقي خپور دی. په دې ډول نو جمعيت اصلاح تاريخ ددې هېواد د يووالي په لار کې د يوه مرستندويه فکتور په توګه مني.

جمعيت اصلاح د خپل هېواد له تاريخي ورځو يادونه کوي، هغه که په لرو پېړيو کې وي او که د دې وخت د نسلونو همزولې او يا مشرانې ورځې دي، کله د هېواد د استقلال ورځ، کله د شوروي اتحاد د ړنګولو افغاني حماسه او په دې ډول جمعيت اصلاح خپل نسل له خپل تاريخ سره پيوست ساتي. د افغان سيد جمال الدين د ژوند او مبارزې په اړه د جمعيت اصلاح د مسلمانو ځوانانو بنسټ (نجم) له خوا شانداره جلال ابادی پروګرام يې بېخي وروستۍ بېلګه ده.

جمعيت اصلاح د ځوانانو د مهارتونو د ودې په برخه کې د افغانستان پر تاريخ عبور يو اړين توکی بولي او ډېرو ځوانانو ته يې د علامه عبدالحی حبيبي د افغانستان مختصر تاريخ وړاندی کړی، هغه چې هغوی يې په لوستلو سره د خپل هېواد له تاريخ سره نه يواځې اشنا شوي بلکه دا مطالعه د هېواد پر تاريخ د لا ډېرې پوهېدنې لپاره هڅوونکې هم ده.

پايله:

ملي هويت په طبيعي او فطري حد کې هغه چې يوازې د پېژندنې لپاره وي دا يوه بشري اړتيا ده، که قومي، جغرافيوي، ژبني او داسې نورې رنګارنګۍ او تنوع موجوده نه وای نو بشر به د يو بل په پېژندلو کې ډېر لالهانده وای… د ولسونو په هويت کې دين اساسي دی او اصالت لري او د هويت نور عنصرونه په طبيعي محدوده کې ثانوي نقش اخلي.

جمعيت اصلاح د ملي هويت له قضيې سره يو سنجيده او فطري تعامل لري، او د ملي هويت ټول هغه اړخونه چې له اسلام سره په ټکر کې نه وي را اخلي. جمعيت اصلاح ملي هويت د لويديز په تعريفونو کې نه لټوي بلکه په اسلامي اډانه کې د ملي هويت قضيه داسې پر مخ وړي چې له يوې خوا ملت او هېواد عزتمن شي، پرمختګ او رفاه رامنځته شي، فرهنګي او ادبي مجالونه وغوړيږي، او د هېواد ملي ارزښتونه وساتل شي او له بلې خوا د نورو مسلمانانو سره اړيکې پر اسلامي بنيادونو ودرېږي او د ګډ درد او شريکې خوشالۍ افاقونه پرانيستل شي.

 

The post جمعيت اصلاح او د ملي هويت قضيه! وحيدالله مصلح appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/جمعيت-اصلاح-او-د-ملي-هويت-قضيه-وحيدالله/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading