بازتاب نیوز

ماښام دی / ودان

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

درد مې رګونو کې روان دى او ماښام دى

ټول مې په اوښکو لوند ګرېوان دى او ماښام دى

ستا د لېدلو مې ارمان دى او ماښام دى

څه وکړم هلته کې اذان دى اوماښام دى

اى تا چې وژلى کوم انسان دى او ماښام دى

ګوره چې ټول ښار په لړزان دى او ماښام دى

وژني يې ځکه چې افغان دى او ماښام دى

قاتل ته ګوره مسلمان دى او ماښام دى

دا چې روان کوم يو کاروان دى او ماښام دى

جنګ دى وحشت سوله ارمان دى او ماښام دى

ودې ويل وګورئ نادان دى او ماښام دى

نه نه پام چې دا ودان دى او ماښام دى

شاعر: مزمل ودان

The post ماښام دی / ودان appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/ماښام-دی-ودان/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading