بازتاب نیوز

د تخار د کلګفان ولسوالۍ ودانۍجوړیږي

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د هېواد شمال ختیځ تخار ولایت د کلګفان ولسوالۍ ادارې ودانۍ چارې پیل شوې.

د دغه ولایت رسنیز دفتر وایي یاده ودانۍ پر ۴۹۰ متره مربع ځمکه باندې په دوو پوړونو کې ۱۷ کاري خونې، ۱ د غونډو تالار، ۱ باب پخلنځی، ۱ باب ګدام او ۹ بابه تشنابونه لري.

دا پروژه سیمه‌ییزو ارګانونو ادارې پورې اړه لري او د ۲۰ میلیونه او ۱۰۰ زره افغانیو په مالي لګښت چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت پراختیايی بودجې څخه ورکول کیږي، رغول کیږي.

د ویلو دی چې د کلگفان ولسوالۍ اداري ودانۍ په رغولو سره به ولس ته د معیاري خدمتونو ورکړې زمینه برابره شي.

The post د تخار د کلګفان ولسوالۍ ودانۍجوړیږي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-تخار-د-کلګفان-ولسوالۍ-ودانۍجوړیږي/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading