بازتاب نیوز

په کندهار کي نن د فوټبال ولایتي ټورنمنټ پېلیږي

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د مسئولینو په خبره نن پنجشنبه ماښام د کندهار په احمدشاهي فوټبال لوبغالي کي د فوټبال ولایتي سیالۍ پېلیږي، چي هره شپه به یې یوه ـ یوه لوبه ترسره کیږي.

د کندهار د فوټبال فدراسیون مسئولین وايي، چي په دې ټورنمنټ کي دوو لوبډلو د فراه، دوو لوبډلو د هلمند، دوو لوبډلو د چمن ښار ګوټي او درو لوبډلو بیا د کندهار څخه ګډون کړی.

د دوی په خبره، چي ددې سیالیو لومړۍ لوبه نن ماخستن د چمن او کندهار منتخبي لوبډلي ترمنځ ترسره کیږي.

دا لومړی ځل دی، چي په روژه کي کندهار د فوټبال ولایتي سیالیو کوربتوب کوي.

لیکنه: صابر حمیدي

The post په کندهار کي نن د فوټبال ولایتي ټورنمنټ پېلیږي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/په-کندهار-کي-نن-د-فوټبال-ولایتي-ټورنمنټ/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading