بازتاب نیوز

ځانګړو پولیسو د جلال اباد امنیت پرغاړه واخیست

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

 په جلال اباد ښار کې د غیري قانوني کړنو د مخنیوي په موخه د پولیسو ځآنګړي ځواکونه پر دندو وګمارل شول .

ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وایي، د دې ولایت د نظامي شورا د پرېکړې له مخې په جلال اباد ښار کې د غیري قانوني کړنو د مخنیوي په موخه د نورو منسوبینو ترڅنګ د پولیسو ځآنګړي ځواکونه پر دندو وګمارل شول،چې عملاً یې دنده پیل کړه .

نوموړي زیاته کړه، د دې ځواکونو له لورې د جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې د پلټنې سیار مرکزونه فعاله شوي،چې غیري مسؤله وسله وال،بې پلیټه او جعلي پلیټ لرونکي وسایط او چلوونکي او نور سرغړونکي به تر نیولو وروسته د قانون منګولو ته سپارل کیږي .

هغه ولس ته ډاډ ورکړ،چې د هر ډول تهدیدونو د مخنیوي په موخه یې زړور امنیتي او کشفي ارګانونه ګمارلي او په پوره میړانه به خلکو ته د ارام ژوند کولو زمینه برابره کړي .

ننګرهار والي د ټولو ښاریانو څخه وغوښتل،چې د تګ راتګ پر مهال پخپل ځان قانون پلي کړي او د سرغړونې په ترڅ کې ورسره د پولیسو د ځآنګړو ځواکونو له لورې سخت چلند کیږي،چې بیا د شکایت حق هم نلري.

په همدې حال کې جلال ابا ښاریانو د ننګرهار والي په مشرۍ د نظامي شورا د پرېکړې له مخې د پولیسو د ځآنګړو ځواکونو ګمارنه پر ځای اقدام وباله او په امنیتي برخه کې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه .

The post ځانګړو پولیسو د جلال اباد امنیت پرغاړه واخیست appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/ځانګړو-پولیسو-د-جلال-اباد-امنیت-پرغاړه/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading