بازتاب نیوز

ننګرهار کې د اويا میليونه افغانيو په لګښت پروژې پلې کيږي.

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

ننګرهار ولايت کې د پوهنې، روغتيا، کرنې، کليو پراختيا او سوداګرۍ په برخو کې د ماليې وزارت د غير مشروط بوديجې څخه د اويا میليونه افغانیو په لګښت پروژې پلې کيږي.

په همدې موخه د ولايت مرستيال تميم عارف مومند په مشرۍ  د مهمو پروژو ټاکلو په موخه ناسته تر سره شوه، چې پر مهال يې د ولايت مستوفي، سکتوري خدمتونو، پوهنې، کليو پراختيا، عامې روغتيا، ښځو چارو، سوداګرۍ صنايعو، کرنې او اسلا ادارې مسئولینو شتون درلود.

د ولايت مرستیال تميم عارف مومند د پوهنې، روغتيا، کرنې، کليو او پراختيا او سوداګرۍ او صنایعو ادارو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو متوازن انکشاف ته په پام سره مهمې پروژې په ګوته کړي، چې په پلې کولو کې يې وروستي اجرات تر سره شي.

نوموړي د يادو پروژو تطبيق کوونکو شرکتونو پر شرايطو هم خبرې وکړې او سپارښتنه يې وکړه، چې خپلې پروژې هغو شرکتونو ته وسپاري، چې مالي توان ولري او کارونو کيفيت ته پاملرنه وکړي.

ده زياته کړه، چې د پروژو نظارت او تعقيب په موخه يې د ولايتي ټيم رامنځته کېدو په موخه مرکز سره خبرې کړي، چې هغوی لخوا ور سره هوکړه شوې او ډېر ژر به يې تشکیل منظور شي.

د دغې ناستې په ترڅ کې د ادارو مسئولينو د په خپلو ادارو او يو شمېر ولسواليو کې د مهمو پروژو تطبیق په موخه وړاندیزونه وکړل، چې تر ارزونې وروسته به منظور شي.

The post ننګرهار کې د اويا میليونه افغانيو په لګښت پروژې پلې کيږي. appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/ننګرهار-کې-د-اويا-میليونه-افغانيو-په-لګ/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading