بازتاب نیوز

د بلخ ۸ کلي له وسله والو طالبانو څخه تصفیه شول

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

 امنیتي او دفاعي ځواکونو د بلخ ولایت په بېلابېلو برخو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د وسله والو  طالبانو د یوه کلیدي غړي ملا خادم په ګډون شپږ نور وسله وال وژل شوي دي.

د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ د خبرپاڼې له مخې په په دې عملیاتو کې د بلخ ولسوالۍ اته کلي د وسله والو طالبانو له شتونه په بشپړ ډول پاک شوي او د دوی یو عراده موټر او درې عرادې موټر سایکلونه له منځه وړل شوي دي.

سرچینه وايي ملا خادم د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو کلیدي غړی و، چې د ترهګریزو پېښو په جوړولو کې یې لوی لاس درلود.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

The post د بلخ ۸ کلي له وسله والو طالبانو څخه تصفیه شول appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-بلخ-۸-کلي-له-وسله-والو-طالبانو-څخه-تصف/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading