بازتاب نیوز

هلمند: ۱۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په مالګیر سیمه کې ملي پولیسو یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې د ګرشک ولسوالۍ د مالګیر سیمې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال اوه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي: د  عملیاتو په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان ژوندي نیول شوي او ورڅخه یو عراده موټر سایکل، یو میل کلاشینکوف او یوه پایه مخابره د پولیسو لاسته ورغلې ده.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

The post هلمند: ۱۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/هلمند-۱۱-وسله-والو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading