بازتاب نیوز

نن مي مور جاني راته په ژړغوني اواز وويل چي . . .

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

محمد انور حيدري

اې وطنه نن له تشريفاتو تېرېږم خپل د ژوند اصلي کيسه درته کوم,خدای دي زما شاهد اووسي چي رښتیا وايم

________________________________________________

تر نن ورځي مي نه فساد،نه رشوت،نه غلا اونه مي هم ددې وطن سره يوه زره خيانت کړی دی.الله شاهد دی.

په لسګونه ځايونو کي مي نوم ليکنه کړې امتحان مي ورکړی ښه لوړي نمرې مي هم ترلاسه کړي انټروې ته هم غوښتل سوی،خو چي خبر سم يا يې واسطه والا يايې پيسه والا مقرر کړی وي.

مکتب او پوهنتون مي د روزانې په پيسو ويلی دی اکثره ملګري مي خبر دي، د مکتب څخه په اول نمرګۍ فارغ او له پوهنتون څخه هم په ۶ نمره فارغ سوی يم.

د مختلفو ادارو او نهادونو له لوري راته ستاينليکونه راکول سوي،ځکه چي زما په راډيويي ژورناليزم کي اوس ۹ کاله پوره کيږي.

زه ددې وطن خواخوږی يم،دا وطن مي له ايمان غوندي ګران کړی،ملي ګټي مي د فرضو غوندي ټينګي منلي.

مګر نن زه په يوه داسي اقتصادي مشکلاتو کي ژوند کوم چي ماښام روژمات يا له همسایه څخه راوړو يايې په قرض تر يوڅو ورځو پوري،د کور کرايه والا مو هم په عذابوي.

نن مي مور جاني راته په ژړغوني اواز وويل چي زويه ماښام ته څه نلرو،که دي په وس وي نو ژر يې راوړه چي روژمات ته لږ وخت پاته دی.

نو زما او زما د کورنۍ د ژوند اصلي کيسه دغه ده.

اوس هم شکر دی چي روغ رمټ يم.

شکر دی چي په خپل وطن کي يم

د خدای شکر دی چي مور او پلار مي ژوندي دي.

شکر دی چي ددې خاوري سره مي خيانت نه دی کړی.

اوس نو تاسو راته ووایاست چي زه لا نوره څومره حوصله وکړم؟

څه وکړم او څنګه وکړم؟

زه اوس دغه ستاينليکونه څه په وکړم؟؟

ماته يې ګټه څه ده ددې کاغذونو؟

هره ورځ ډېری ادارو او ملګرو ته د وظيفې د پيدا کولو وايم خو بيا هم نه يم بريالی سوی چي يوه داسي دنده ولرم چي زما او د کورنۍ لپاره د دوه وخت پوره ډوډۍ سي.

زما د ژوند کيسه دغه ده ملګرو تاسو به واياست چي پر فيسبوک دي ټول وخندل نن دي ولي وژړول ؟

نن مي د مور د اوښکو په خاطر حوصله ختمه سوه.

په ډيري بخښني که مي په دي ريښتيا خفه کړي ياست.

ژوندی دي وي افغانستان.

The post نن مي مور جاني راته په ژړغوني اواز وويل چي . . . appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/نن-مي-مور-جاني-راته-په-ژړغوني-اواز-وويل/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading