بازتاب نیوز

ننګرهاروالي:د ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره ښارګوټي پرانیزم

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

ننګرهار والي شاه محمود مياخيل وایي د غصب مخنيوي په موخه يې د منظور شويو ښارګوټو ځنډول شوې چارې پيل کړي او ټولو اويز لرونکو ته به يې په شفاف ډول وويشي.

والي دا خبرې د دې ولایت د بهسودو ولسوالۍ د بحراباد سیمې له استوګنو سره په ناسته کې کړي.

د ولایت مقام خبرپاڼه وایي د ناستې پرمهال جلال اباد ښاروال رياض الله درمل، ښار جوړونې او يو شمېر نورو ادارو مسئولينو په بهر اباد سيمه کې د شهيدانو او معلولينو ښارګوټي نقشه ننګرهار والي ته وښوده او په ياد ښارګوټي کې يې اويز لرونکو ته په شفاف ډول د نومرو وېش په اړه وروستي معلومات ورکړل.

په دغه ناسته کې يو شمېر اويز لرونکو ننګرهار والي سره خپله ستونزه د حل په موخه شریکه کړه او غوښتنه يې وکړه، چې ستونزې ته يې د قانون له مخې رسيده ګي وشي.

ننګرهار والي شاه محمود مياخيل وويل، چې د ځمکو او په ځانګړي ډول په ښارګوټو کې د نومرو غصب مخنيوي په موخه د منظور شويو ښارګوټو پرانیسته کوي، چې اويز لرونکو کورنيو ته به يې خپلې نومرې په قانوني ډول وويشل شي.

نوموړي وویل، هڅه کوي ترڅو په دې ولايت کې د ځمکو په برخه کې شته ستونزو ته د قانون له مخې د حل لارې چارې ولټوي، د غصب مخنيوی وکړي او په ښارګوټو کې حق اصلي حقدار ته وسپاري.

ننګرهار والي جلال اباد ښاروال او د ښارجوړونې رئیس ته سپارښتنه وکړه، ترڅو په بهر اباد سيمه کې د يادو اويز لرونکو کسانو ستونزې په حل کې جدي اقدامات تر سره کړي او راپور يې ولايت مقام سره شريک کړي.

The post ننګرهاروالي:د ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره ښارګوټي پرانیزم appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/ننګرهارواليد-ځمکو-د-غصب-د-مخنیوي-لپاره/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading