بازتاب نیوز

هندوستان، افغانستان ته دوه نوې MI 35 جنګي هلیکوپټرې ورکړې

٢٦ غويی ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

نن د هندوستان سفیر ویني کمار دوه MI 35

جنګي هلیکوپټرې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست  اسدالله خالد ته ور وسپالې.

دفاع وزارت په یوه خبر

پاڼه کې ویلي چې نن دوه MI 35 جنګي چورلکې د یو لړ مراسمو پر مهال کابل کې

د دوست هېواد هندوستان سفیر  وینې کمار له

لوري د افغانستان د ملي دفاع سرپرست  وزیر

اسدالله خالد ته ور وسپارلې شوې.

خبر پاڼه زیاتوي چې دغه چولکې  له بلاروس هېواد څخه اخیستل شوې ټاکل شوې دوه

نورې MI 35 جنګي چورلکې هم له یاد هېواد څخه ډېر ژر

واخیستلې شې او افغان هوایي ځواک ته ور تسلیم شي.

ملي دفاع  وزارت وايي،د افغانستان هوایي ځواکونو له لوري

طالبان سخت ځپل شوي او درانه تلفات ور اوښتي دي.

د وزارت په خبر پاڼه کې

راغلي، له دغو جنګي چولکو څخه، چې تازه د هندوستان افغان هوایي ځواک ته رو کړې،  به د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې ګټه واخیستله شي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/20529

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading