بازتاب نیوز

که زه نه وای تا به ځان لره بلل څوک…

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

صفي الله زموږ په دفتر کې موټروان دی، مامورين له کورونو را اخلي، دفتر ته يې راوړي، مازديګريې بېرته کورونو ته رسوي. دی په ميموري کارډ کې یوازې شپږ سندرې لري، سهار او مازديګر يې خامخا اوري.

یوه سندره يې دېره خوښه ده. یوه نارينه او ښخې په ګډه ويلې. خو دا څو ورځې مې ورباندې پام و، سندره به يې په يوه ځای کې ټيټه کړه، څو شيبې به هېڅ هم نه اورېدل کېدل، وروسته به يې بېرته د موټر ټایپ ته هوا ورکړه.

د سندرې دا ځای مې په یاد و، نارينه، ښځې ته ویل ( دا ستا رسۍ او زما غاړه مرور، ها، مرور لالیه، نور به پخلا شو).

له صفي مې وپوښتل چې دا څو ورځې ولې به همدې یوه ځای کې سندره ټيټوي؟!

د موټر په شيشه کې يې را وکتل، ټنډه يې تروه شوه وي ویل:

مينه ښه ده، خو دومره ذلالت هم خوند نه کوي چې په غاړه کې رسي راواچوي او محترمه مو تر پړي ونيسي.

دا له سندرې د ده برداشت و، خو زما خوښ شو.

یوه بله خبره:

څو کاله مخکې میین شوم، سخت میین، خوب او خوراک راباندې ودرېد، په میاشت کې مې تر سترګو تورې حلقې را وګرځېدې، د مخ هډوکي مې راوختل. یوه ورځ مې سل زړونه سره وتړل، مقابل لورې ته مې وویل چې درباندې میین یم. هغې چندان علاقه ونه ښوده.

نه پښو ته ور ولوېدم، نه مې زاري ورته وکړې ، نه مې ورته وژړل. داسي مې هېره کړه لکه خدای چې هېڅ پیدا کړې نه وه.

ما ډېر ځوانان ليدلي چې د مقابل لوري په پښو کې ور رغړي. زاری ورته کوی چې ترحم راباندې وکه.

مینه ښه ده، خو دومره هم نه چې پر خپل غرور، وقار او عزت باندې وخېژو. که د چین ښاپيرۍ هم وي، خدایکه په دومره ټيتوالي او بې حیثیتی وارزي.

مينه له خوشحال بابا زده کړئ چې څنګه يې خپل غرور او دروندوالی ساتلی دی:

داسې يې نه دي ويلي چې:

که ته نه وای ما به ځان لره بلل څوک….

ويلي يې دې:

که زه نه وای تا به ځان لره بلل څوک

لیکنه: نصیر احمد احمدي

The post که زه نه وای تا به ځان لره بلل څوک… appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/که-زه-نه-وای-تا-به-ځان-لره-بلل-څوک/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading