بازتاب نیوز

هندي کشمیر کې جګړه؛ ۵ تنه په کې وژل شوي

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

 

هندي رسنیو د خبر له مخې هندي ځواکونو د جمو کشمیر د پلوامه  په سیمه کې  د بیلتون غوښتونکو په اړه  د راپور د ترلاسه کولو نه وروسته په سیمه  چاپه واچوله.

هندي ځواکونو  پدې عملیاتو کې د بیلتون غوښتنونکو اړوند  د بعضو وسلو او مهماتو د نیولو نه هم خبر ورکړی دی.

سرچینو ویلي؛ د هندي ځواکونو لخوا د چاپې د اچولو نه وروسته د هندي عسکرو او بیلتون غوښتونکو ترمنځه نښته پیل شوه. په نښته کې یو تن هندي سرتیری  او ۳ تنه هم  بیلتون غوښتونکي ووژل شول.

د هندي ځواکونو او بیلتون غوښتونکو ترمنځه په همدې نښته کې یو تن ملکي وګړی هم وژل شوی، دوه تنه هندي سرتیري او یو تن ملکي وګړی ټپیان شوي دي.

The post هندي کشمیر کې جګړه؛ ۵ تنه په کې وژل شوي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/هندي-کشمیر-کې-جګړه؛-۵-تنه-په-کې-وژل-شوي/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading