بازتاب نیوز

جلال اباد: د ۱۳۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت درې کوچني پارکونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

جلال اباد ښاروالۍ له لورې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د ۱۳۰زره امريکايي ډالرو په لګښت درې کوچني تفريحي پارکونه ورغول شول.

چارواکي وايي، دا پارکونه به د سيمې د خلکو د تفريح ځای ترڅنګ دغه ځمکې د غصب له وېرې هم وساتي.

ياد پارکونه د غويي په ۲۶مه د جلال اباد ښاروال او نورو مسولينو له لورې پرانېستل شول.

د جلال اباد ښاروال ریاض الله درمل وايي، د ښار د څلورمې ناحيې اړوند شپاړس فامیلیو سيمه کې درې پارکونه تر جوړېدو وروسته نن ګټې اخېستنې ته وسپارل شول.

دی وايي، په دغو پارکونو چې هر يو يې په شپاړلس بېسوې ځمکه باندې رغول شول شوی، ټولټال ۱۳۰زره ډالر لګښت راغلی دی.

نوموړی زياتوي، د دغو پارکونو په رغولو سره يې د سيمې خلکو ته د تفريح ځای زمينه برابره کړه او هم يې ياده دولتي ځمکه د غصب له وېرې وساتله.

هغه زياته کړه، ، په روان مالي کال کې به ډېرو نورو رغنیزو، پرمختیايي کارونو ترڅنګ شاوخوا لس تفریحي پارکونه د ښار په بېلابېلو ناحیو کې ورغول شي.

د سيمې يو اوسېدونکي حاجي ظاهر وويل، دا پارکونه د دوی د کورونو د مخې د ښکلا سبب شو او دغه راز پخوا په دغو ساحو کې کثافات پراته و چې مخه يې ونيول شوه.

په ورته وخت کې د جلال اباد ښاروال پر ښاريانو غږ وکړ چې د صفايي محصول ورکړه کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.

رياض الله درمل وايي، که د صفايي ټيکس هر کور ورکړي؛ نو د ښاروالۍ د بوديجې په ډيروالي به د ښار د ښکلا برخه کې ډير کارونه ترسره شي.

The post جلال اباد: د ۱۳۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت درې کوچني پارکونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/جلال-اباد-د-۱۳۰زره-امریکايي-ډالرو-په-ار/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading