بازتاب نیوز

د اردغان او المهدي لیدنه: پوځي همکاریو او د باور تړون به اړیکې غښتلي کړي

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د غراق لومړی وزیر عادل المهدي د ترکيې هیواد په بلنه سفر کړی و. المهدي له اردغان سره په ځینو مسایلو خبرې کړي دي.

ترکیي رسنۍ وايي، اردوغان  تیره ورځ  د عراق لومړي وزیر عادل عبدالمهدي سره  د دوه په دوه او هیتانو ترمنځه د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

نوموړي خبري غونډه کې د عراق  د بیارغونې  او د داعش ترهګرې ډلې لخوا  تخریب شوي  د کرکوک – جیهان ترمنځه د نفتو د لیکې  د هر  څه ژر  په جوړولو  ټینګار وکړ.

ولسمشر اردوغان ویلي چې د ترکیې او عراق ترمنځه پوځي همکاریو  او د باور  تړون به  د دواړو هیوادونو ترمنځه  اړیکې لا غښتلي کړي.

د ترکیې ټي ار ټي ویبپاڼه وايي، د عراق لومړي وزیر عادل عبدالمهدي بیا وویل چې د عراق د خاورې نه  ترکیې ته هر ډول  امنیتي تهدید مخامخیدل  د منلو وړ ندي. هیچا ته به اجازه ورنکړل شي چې د عراق خاوره د ترکیې پر خلاف وکاروي.

The post د اردغان او المهدي لیدنه: پوځي همکاریو او د باور تړون به اړیکې غښتلي کړي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-اردغان-او-المهدي-لیدنه-پوځي-همکاریو-ا/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading