بازتاب نیوز

د سينګاپور مسلمانې ولسمشرې حليمې يعقوب په لنډه موده کې خپل هېواد ته څه خدمتونه وکړل؟

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

حليمه يعقوب يوه يتيمه جينکۍ وه چې فقر يې له نږدې ليدلی و، له يوه يمني سړي محمد عبدالله سره يې واده وکړ ،په لومړيو کې يې د زده کړو لپاره يو کوچنوکی اتاق درلود چې مازې يې دا او مېړه پکې اوسېدل.

نوموړې په دولتي پوستونو له کار کولو وروسته وویل: زه حليمه يعقوب د خدای له بندګانو يوه بنده يم او له خدايه ډارېږم هرڅوک چې له ماسره د سينګاپور د‌خلکو د ژوند او ژواک د ښه والي لپاره کار کوي زه د خدای لپاره د‌هغو خور يم, زموږ هوډ، غم او وهم يوازې او يوازې د سينګاپور د خلکو د ژوند لوړاوی دی او بس.

ددې په وخت کې د سينګاپور ناخالص داخلي توليد (GDP) ۵۵۴ ميليارده ډالرو ته ورسېد، د‌سينګاپور د هر وګړي کلنی عايد ۹۸۰۰۰ ډالرو ته پورته شو، د سينګاپور پاسپورټ د‌دنيا تر ټولو ارزښتمنو پاسپورټونو کې حساب شو ، بيکاري يې په سلو کې يو فيصد ته راښکته کړه ،د لس زرو په شاوخوا کې يې مېګا پراجيکټونه يا سترې پروژې د‌خلکو د رفاه او اسانتيا لپاره سرته ورسولې، فساد يې په سينګاپور کې تقريبا صفر ته ټيټ کړ ، په سينګاپوري محصولاتو يې ټيکس ايسته کړ ، پوهنتونونه يې د نړۍ په ټاپو پوهنتونونو کې درجه بندي شول.

خو ددې ټولو تر شاه ورسره کاري، مسلکي او هېواد پال ټيم او ژمن ملت ولاړ و.

د تاسې په کنټري کې څه حال دی؟

لیکنه: نور احمد عایل 

The post د سينګاپور مسلمانې ولسمشرې حليمې يعقوب په لنډه موده کې خپل هېواد ته څه خدمتونه وکړل؟ appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-سينګاپور-مسلمانې-ولسمشرې-حليمې-يعقو/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading