بازتاب نیوز

د خاطراتو لړۍ (۱)/ بي زحمته راحت نشته !

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

لیکنه: دیا سینګ انجان

له ماشومتوبه مي له ادب خصوصاً شاعرۍ سره بې کچې مینه وه

خو څرنګه چي زه د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار کې زیږیدلۍ یم هلته شاعر ، هنرمند او لیکوال ته په ښه نظر نه لیدل کیدل( اوس خو ډیر شوکر په پکتیا کی لسګونه شاعران او هنرمندان دي )

خو له ادب سره زما بې حده مینه یا لیونۍ مینه وه .

په ګردیز ښار کي هغه وخت هیڅ شاعر نه وو موجود .

که وی هم چا نه پیژانده . نه یی ځان برملا کولۍ شو ځکه چی خلکو بد رد ورته ویل

نو په همدي وجي ما هم تر اوسه داسی کوم نوم ندي اوریدلې چی زما د ماشومتوب او یا ځوانی په دور کي د ګردیز ښار کي شاعر يا ليکوال موجود وی وي به خامخا خو پټ

نه یوازی دا چی د ادب مینه والو ته په سپکه لیدل کیدل په ټول ګردیز ښار کي هغه وخت یو کتابتون هم نه وو موجود ځکه چي له کتاب سره چا مینه نه لرله او دولت هم ورته پاملرنه نه وه کړي

یوازی یو اخبار له دولتی مطبوعاتود وړانګی په نوم نشریدو او بس

ادبي غونډي به نو چا کولې او چیرته به ئی کولې

یو دوکان وو د غزنی په لین کي چي د ګوتو په شمار کتابونه به پکي له ډیرې مودي پراته وو کله به چا یو نیم کتاب تري غوښتو

له بل پلوه د خلکو اقتصاد هم ډیر کمزوري وو نو چا به کتاب سره څنګه مینه کړې وای .

هو ! د شمسی کال شپیتمی لسیزی په شروع کی لږ څه ادبي اوهنري هلې ځلې تر سترګو شوې .

ګردیز کي محلی راډیو ( ریډیو) په خپرونو پیل وکړ .

زه هم د ګردیز ښار تجربوی منځنی ښونځې( چی تر ۸ ټولګی/Class ) وو اوس (لیسه/High School) نه د عبدالحۍ ګردیزي لیسی/ ( High School) ته تبدیل شوم .

خوشبختانه په لیسه (/High School )کی یو کتابتون /(Library )هم شتون درلود چی لږ ډیر کتابونه پکي موجود وو

ما هم د وخت نه په ګټې اخستلو سره یونیم کتاب کله نا کله تر لاسه کړو او په لوستلو به مي شروع وکړه

خو حالات ډیر زر بدل شول جنګونه وو شپه او ورځ به ګولۍ وریدي نه لوست وو نه کار او بار وو.

بس څه چي وو هغه ویره وه

مرګ وو

ژوبله وه

بربادې وه

تباهې وه

وطن پریښودل او داسي نور

چی زما په شمول هیڅوک هم ترینه په امن کی پاتې نشول

او تر ننه هم دوام لری

هره ورځ له تیري ورځې حالات مخ په خرابیدو وو

خو ما له پښتو شعر او شاعری سره لیونی مینه درلوده او لرم يی

که څه هم زما مورنی ژبه (هیندکو/Hindko) ده چی له پیښوره تر اټکه خلک ورباندی خبری کوي .

البته د افغانستان هندوان او سيکان هم په همدي لهجې غږیږي

دویم دا چي زه څه لیکم ایا دا سم دی او که نه ؟

او ما چي څه لیکلی چاته په درد خورې او که نه؟

هیڅ داسی وسیله یا مرجع نه وه موجوده چي زه تري مرسته وغواړم

ماته لازمه لارښونه وکړې

زما نیمګړتیاوي راپه ګوته کړې

خو باور وکړۍ زه ریښتیا وایم

چی لیکل ضرور کوم خو په سم او ناسم يی لا هم نه پوهیږم

کله چی همدا ماتې ګوډې تاسو سره شریکي کړم دومره مینه راسره وشي چي له سترګو مي ډیر وخت اوښکي راوڅڅیږي

دا ځکه چی زه دومره پوهیږم چې ما لکه څنګه چي لازم دي ندي لیکلې خو بیا هم دوستان دي الله راته ښاد او اباد لري د مینې دومره باران راباندي وکړي چي حد نلري

هو ما ویل چی هوښیارانو ویلې دي چي بي زحمته هیڅ نه حاصلیږی

ما پخپله دا تجربه کړی اوکوم ئي

هره ورځ د فیسبوک په پاڼه نوي نوي پنځونې لولم چی ډیري لوړي او پخي وی

نو له ځانه سره دا ووایم چی انسان په هر مسلک کي چی وی باید زحمت وباسي

د زړه له اخلاصه کار وکړي

نه هسې خپل او هم د بل وخت ضایع کړي

دا خبره مې په دې وکړه چي نن می د خپلې زړې شاعری یوه کتابچه راواخیسته او لږه می ولوسته راته ډیرې نیمګړتیاوې تر سترګو شوي

البته ماته زما پدي ناپوهي کي تر پامه شوې دا که چیرې د کره کتونکو/ نقادانو لاس ته ورسیږي نو څه حال به مي شی .

ځان سره مي وویل چې باید ښه ډیره هڅه پکي وشې او تر خپل وسه لازمه سمونه پکي وکړې تر څو د سبا ورځي مجرم ونه ګڼل شي

او له تنقیدونو تر یوه حده په امان پاتي شی

نو لازمه بولم چي هر څوک چي په هر مسللک کی کار کوی باید د زړه له اخلاصه او په پوره ایمانداری سره یی وکړی تر څو له نیمګړتیاوو ( البته هیڅوک هم له نیمګړتیاوو خالي ندې غیر له له الله پاک نه) خو بیا هم تر یوه ځایه مصوُن پاتي شې .

دا لړی دوام لری /نور بیا

The post د خاطراتو لړۍ (۱)/ بي زحمته راحت نشته ! appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-خاطراتو-لړۍ-1-بي-زحمته-راحت-نشته/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading