بازتاب نیوز

د پارلمان او ولایتي شورا غړو ته!

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

لطفآ چې کله رسمي کار پیلوئ او د ملت کور ته ننوځئ د ولس د درې پوښتنو ځواب د ځانه سره ولرئ:

۱. څه کوئ؟

۲. څنګه يي کوئ؟

۳. کله يي کوئ؟

هر وکیل پدې پوه اوسي چې د ولس د خدمت په نوم چې مبارزه پیلوي، باید د کار هدف يي معلوم وي، د تطبیق په امکاناتو او تدارک يي پوه اوسي، او د زړه له تله او بی ویرې د وطن سره مینه ولري ترڅو په منطقي استدلال د هغه ولس قناعت حاصل کړي چې رایه یي ورته ورکړې.

تاسی د یو هیواد د ملي شتمنۍ او امکاناتو په زور دغه معتبره شورا ته ددی لپاره نه یی لیږل شوي چې د ملي برنامو خبر نه اوسئ، پوهه يي ونلرئ، د حل په لارو يي خبر نه اوسئ، او د خپلې کاري مودې مشخصه اجنډا مو لا جوړه کړې نه اوسي!

تاسی مکلفیت لرئ چې د قانون په ټولو اجزاو اګاه، او په خپل صداقت، لیاقت او وطنپرستۍ د ولس د زړه تسکین شئ او ټولنه کې د مثبت بدلون سبب شئ.

که داسی مو وکړل، هرډول حکومت به ستاسو په لارښوونه د اتباعو او هیواد په ګټې قوانین او لایحې توشیح کړي.

The post د پارلمان او ولایتي شورا غړو ته! appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-پارلمان-او-ولایتي-شورا-غړو-ته/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading