بازتاب نیوز

امریکا پنځوس پاکستانیان راوشړل

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

پاکستان ویلي چې ددغه هیواد پنځوس اتباع د امریکا حکومت ډیپورټ کړي دي.

دغه کسان پرون چهارشنبه پاکستان ته رارسیدلي دي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وياند محمد فیصل ویلي حکومت به يې یوازې هغه کسان قبلوي چې د پاکستان وګړي وي او د کورنيو چارو وزارت يې تصديق وکړي.

هغه ویلي:

« د اسلام اباد دريځ په دې هکله ډير واضحه دې چې صرف هغه کسان به قبلوي چې تر ټاکلې مودې یې زيات وخت په امريکا کې تېر کړی وي او بله دا چې حکومت د دغه کسانو تصديق وکړ چې واقعي دوی پاکستانیان دي.»

باید وویل شي چې دا ګام داسې مهال پورته کیږي چې امریکا پاکستان د هغو لسو هیوادونو په نوملړ کې شامل کړی چې د ویزو ورکولو په اړه پرې بندیزونه لګیدلي دي.

The post امریکا پنځوس پاکستانیان راوشړل appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/امریکا-پنځوس-پاکستانیان-راوشړل/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading