بازتاب نیوز

کندهار: د شهید رازق د ارواح خوښۍ په موخه د قرانکریم ختم وشو

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

 

د کندهار د رسنیو دفتر وايي، نن د پنجشنبې په ورځ په کندهار منډيګک ماڼۍ کي د سولي د راتللو ترڅنګ د شهيد ستر جنرال عبدالرازق اڅکزي د ارواح د خوښۍ په موخه د قرآن کريم ختمونه ترسره سوه، چي پرمهال کندهار والي حيات الله حيات، د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب، د امنيه قومندانۍ قومندان تورن جنرال تادين خان، د ملي امنيت رئيس بريد جنرال برکت الله څکمنی، د ولايتي شورا وکيلانو، د ولسواليو ولسوالانو، د يو شمېر دولتي ادارو مسؤلينو او استازو، د رسنيو مسؤلينو او خبريالانو، ديني ملاامامانو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

سرچینه زیاتوي؛ په مراسمو کي د لوی خداي.ج. دربار ته د دعا لاسونه لپه او په هيواد کي د سرتاسرۍ سولي د رامنځته کېدو او په هيواد کي د وروروژني د ټغر ټولېدو غوښتنه وسوه، همدارنګه د شهيد ستر جنرال عبدالرازق اڅکزي ترڅنګ د هيواد ټولو شهيدانو ته د جنت الفردوس کورنۍ او دوستانو ته يې د جميل صبر او د هيواد ټولو زخميانو ته د عاجلي شفاء د غوښتلو دعاوي وسوې.

پاته دي نه وي، چي تر ختمونو وروسته د کندهار د امنيه قومندان تورنجنرال تادين خان لخوا د ګډونوالو لپاره روژمات هم برابر سوی وو.

The post کندهار: د شهید رازق د ارواح خوښۍ په موخه د قرانکریم ختم وشو appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/کندهار-د-شهید-رازق-د-ارواح-خوښۍ-په-موخه/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading