بازتاب نیوز

په وطن راغلی بد حال!!!

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

په وطن باندي دباروتو ګرد خپور دي او د وطن هري خوانه دانسان د ویني بوی خیژي

وطن کي ویره خپره ده د ښار هري خواته دبمونو او مرګ خطر موجود دی په ښارونو کي دپخوا په شان خوشحالي او غوغا نه ترسترګو کیږي هر کس کوشش کوي چي دښار او بازار نه تیښته وکړي او ځان خپلي توري کوتي ته ورسوي

نن دوطن په هره برخه د وحشت توره تیاره خپره ده او هري خواته دبم او وسلي مردار اوازونه تر غوږو کیږي

نن دوطن په هر کور کي ویر او خپګان دي نن هر کور ته جنازه ور وړل شوي او هره مور اوپلار ژړول شوي دي نن په وطن کي ناوي کونده شوي ماشوم یتیم شوي او دهر چا دزړه ټوټه اخیستل شوي

نن دهري مور ګریوان شکیدلي او دسترګو یي داوښکو سیلاب روان دي او دزړه ټوټه یي تري په خوب ویده شوي

نن دهري ناوي لاسونه دواده په نکریزو باندي سره دي هو دژوند دملګري جنازه یي ګور ته روانه ده او دناوي دارمانونو په تابوت باندي میخونه وهل شوي خاورو ته سپارل کیږي

دوطن هر روعتون کي یخچالونه د ځوانانو له جسدونو څخه ډک دي او هر ساعت یو نوي جسد دروغتون په دروازه په دي نیت راننوزي چي یاد جسد سبا خپل ابدي کورته انتقال کړي هو نوموړي جسد لا نه وي انتقال شوي چي یو بل نوي جسد دروغتون په دروازه رادننه کړې او یاد جسد لپاره یو تش یخجال دپیداکولو لپاره یو څوکسان بوخت شي ترڅو یاد جسد په کي خوندي کړي نن زما په وطن کي دمړي دجسد ساتلو لپاره په یخچال کي هم زايی نه دي پاتي او تول یخچالونه دځوانانو په جسدونو باندي ډک دي

نن دوطن فضا کاملا بدله ده نن دهر یو کس ژوند ته خطر موجود دي او هر کس دخپل ژوند ساتني او خپل راتلونکي لپاره اندیښمن دي

نن ځوانان د وطن نه په تیښته دي او غواړي چي خپل ځان یو بل خوندي ځاي ته ورسوي او خپل راتلونکي لپاره په میاشتو او کلونو په ځنګلونو او او بحرونو کي دخپل خوږ ژوند سره لوبي وکړي تر څو خپل راتلونکي دژغورلو لپاره یو خوندي ځاي ته ځان ورسوي

ځوانانو رازي چي لاسونه ورکړو او دافغانانو دژوند لپاره مبارزه وکړو او افغانستان ته نجات ورکړو

لیکنه: ګردیز ګلابزی

The post په وطن راغلی بد حال!!! appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/په-وطن-راغلی-بد-حال/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading