بازتاب نیوز

یار مې پناه کیږي، حد زما د بېوسۍ دی

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

ژوند د فرمایش په جواز نه شمه کولی

خپل مې دی ، د نورو انداز نه شمه کولی

یار مې پناه کیږي، حد زما د بېوسۍ دی

زه پسې له شانه اواز نه شمه کولی

مه غورځوه جار دې شم مقام زما له سترګو

دومره دې ساتنه د ناز نه شمه کولی

یره مې د دې خلکو د ټیټو حوصلو شي

چاته هم خبره د راز نه شمه کولی

ښار کې به پیونده په سندرو ویده کیږو

کلي کې خو ذکر د ساز نه شمه کولی

ــــــــــــــــــ

افغان پیوند

The post یار مې پناه کیږي، حد زما د بېوسۍ دی appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/یار-مې-پناه-کیږي،-حد-زما-د-بېوسۍ-دی/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading