بازتاب نیوز

د ښځمنې امامت،عید میلادالنبي او څو نور مهم یادښتونه!!

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د امام احمد حنبل درجه د محدث په توګه او لوړ شخصیت درلودنې له مخې په اکثرو ائمه و درنه ده.

په مسند احمد کې نقل ده چې یوه صحابۍ ام رقه نبي کریم صلی الله علیه وسلم د خپل ګاونډ امامه وټاکله او موذن یې یو سړی و له همدې روایت نه په استناد اخیستو ډاکټر محمد حمیدالله د میرمنو امام صلوة ته جواز ورکړی دی ـ په حواله د خطبات بهاولپور

عیدمیلادالنبي یو څه له پنجاب او هندي نړۍ سره ځانګړی دی په اسلامي قرون اولی کې د عیدمیلاد هیڅ شواهد نه مونده کیږي.

د هند یوه حنفي عالم مولانا عبدالخالق رای بریلي حنفي په ” فتح الموحد” نومې خپل اثر کې لیکلي چې ” د لومړي ځل لپاره میلادالنبي د موصل یوه مجهول شخص په ۶۰۴ هجري کې د پیغمبر ص زوکړه ونمانځله،دا د تاریخ لومړنی میلاد النبي و.

له دې وروسته د اریبل واکمن سلطان المظفر ابوسعید کوکري د دې تقلید وکړ او دې بدعت ته یې دوام وبخښه. فتح الموحد،چاپ: انوري پریس لکهنو ۱۹۱۲

ټیپو سلطان ۱۷۹۹-۱۷۴۹ د همدې میاشتې په څلورمه نېټه د سرنګا پټنم په سیمه کې په ګولۍ ووژل شو.

د ټیپو په وینا چې د زمري یوه ورځ ژوند د ګیدړ له سلو کالو ژوند غوره دی کې به زړورتیا وي ،خو دانشمندي بیخي نه ـ

په حیدرآباد کې نظام د دې اپوټه لار ونیوه او پایله دا شوه چې د وخت مصلحت په پام کې نیولو سره ورته دا موقع ترلاسه شوه چې هغه د ریاست جوړونې ۱۷۶۸ نه تر ۱۹۵۶ پورې د هندوستان دننه او بهر مسلمانانو او اسلامي ادارو خدمت وکړی شي.

د ټیپو پورتني قول په مقابل کې دا ډیره سمه خبره معلومیږي چې د یوې ورځې لپاره ګیدړ کیدل سړی د دې جوګه کوي چې هغه تر سلو کلو پورې زمری پاتې شي.وحیدالدین

لیکنه: راشد یوسفزی

ژباړه: شفیع الله تاند

The post د ښځمنې امامت،عید میلادالنبي او څو نور مهم یادښتونه!! appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-ښځمنې-امامت،عید-میلادالنبي-او-څو-نور/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading