بازتاب نیوز

ایرلینډ د افغانستان خلاف لوبډله اعلان کړه

٢٦ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

ایرلینډ د افغانستان خلاف د دوه یو ورځنۍ لوبو لپاره (۱۴) کسیزه لوبډله اعلان کړه.

ټاکل شوي ده چې روانه مۍ میاشت د افعانستان او کوربه ایرلینډ ترمنځ دوه یوه ورځنۍ سیالۍ ترسره شي.

په سکواډ کې میډیم فسر بالر (جوش لیټلي) ته چانس ندی ورکړل شوی، همده شان په کورنۍ لوبو کې ځلیدونکي یو شمېر ځوانو لوبغاړو ته په سکواډ کې چانس ورکړل شوی دی.

د ایرلینډ سکواډ:

ویلیم پورټرفیلډ لوبډلمشر، مارک اډایر، انډیو بیلبیرني، جورج ډکرل، ټایرون کیني، انډیو مک براین. بیري مکرتی، جیمس مکالم، ټایم مورټاګ، کیون اوبراین، بوایډ رینکن، پاور سټرلینګ،لورکن ټرکر او ګیري ویلسن.

یاده به کړو چې یادې سیالۍ پر کوم چینل لایف نه خپریږي، خو پر یوټیوب چینل یې مینوال ننداره کولی شي.

لیکنه: نورخان آشنا

The post ایرلینډ د افغانستان خلاف لوبډله اعلان کړه appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/ایرلینډ-د-افغانستان-خلاف-لوبډله-اعلان/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading