بازتاب نیوز

د یوامريکائي ترهه ګر فوځي ځان وژنه

٢٦ غويی ١٣٩٨ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د رپوټ له مخې د کېليفورنيا ايالت ګرين ويل ښار پوليسو وويل، د يو تجربه کار امريکائي عسکر جارډ جان چې په دې وروستيو وختونو کښې د افغانستان له جنګه ستون شوے ؤ مړے د هغه په کور کښې پېدا شو.

د جارډ جان د پلار د وېنا له مخې هغه د افغانستان له جنګه له ستنېدو وروسته له سخت ډېپرېشن سره مخامخ شوےؤ او له يوې هفتې نه زياته موده د سختو نفسياتي مشکلاتو په وجه نه شو اودۀ کېدې.

په ۲۰۰۱ کال کښې په افغانستان د امريکائي ترهه ګرو ځواکونو د حملې له وخت نه تر اوسه نړيواله ټولنه په افغانستان کښې د امريکائي ترهه ګرو ځواکونو د ګڼ شمېر عملياتو په دوران کښې د عامه افغانانو د قتل عام کتونکې وه او ده.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/afghanistan/د-یوامريکائي-ترهه-ګر-فوځي-ځان-وژنه/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading