بازتاب نیوز

دروغتيايي کارکوونکو کاري اعتصاب

٢٦ غويی ١٣٩٨ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: د باميان په پنجاب ولسوالۍ کې له پرون راهيسې شا و خوا ٤٠ روغتيايي کارکوونکو د معاشونو د کمېدو په اعتراض اعتصاب کړى دى.

يوه اعتصاب کوونکي وويل، پخوا يې معاشونه ٦٠ زرو افغانيو ته رسېده، خو له کله چې «AKHS» موسسې په باميان کې د صحي خدماتو مسؤليت واخېست، د دوى معاشونه ١٠زره افغانيو ته راکم شوي دي.

د پنجاب ولسوالۍ د روغتون رئيس خالق کريمي وايي، هيله من دي د روغتيا وزارت او د «AKHS» موسسې استازي دغې ولسوالۍ ته ورشي او د اعتصاب کوونکو ستونزې واوري.

بل‌خوا د ارزګان د ولايتي روغتون ډاکټرانو هم کاري اعتصاب پيل کړى دى.

دوى چې نن سهار د روغتون مخې ته راټول شوي وو، شکايت کړى چې پوره حقونه نه ورکول کېږي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/afghanistan/دروغتيايي-کارکوونکو-کاري-اعتصاب/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading