بازتاب نیوز

د امریکا دفاع وزارت'غوښتل د طالبانو مرکچي پلاوي د سفر لګښت ورکړي'

٢٦ غويی ١٣٩٨ بی بی سی

د امریکايي کانګرس یوه غړي سلاکار وايي، ټرمپ حکومت غوښتل طالب استازو ته د سولې وروستیو خبرو کې د ګډون لپاره د سفر لګښت ورکړي.

د یوه دیموکرات کانګرس غړي ویاند بي بي سي ته وویل، د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون د سږ کال لومړیو په دغه غوښتنه کې د خوړو او اوسېدو لګښتونه شامل وو.

کیون سپایسر زیاتوي، هغه غوښتنه ځکه رد شوې وه چې دا به د ترهګرو لپاره د غیر قانوني موادو ملاتړ په معانا وه.

پینټاګون تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

امریکايي استازو له تېر اکتوبر میاشتې راهیسې د قطر پلازمېنه دوحا کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو خوندي ایستلو لپاره له طالبانو سره د خبرو شپږ پړاونه بشپړ کړي دي.

د انډیانا ایالت استازي پيټر ویسکلوسکي ویاند کیون سپایسر په خبره د پينټاګون په غوښتنه کې د طالبانو مرکچي پلاوي لپاره د خوړو، اوسېدو او ټرانسپورټ لګښتونو ورکول شامل وو.

''د امریکا دفاع وزارت د مالي کال ۲۰۲۰ له پیسو د روغې جوړې ځانګړو فعالیتونو لپاره پېسې غوښتې چې د طالبانو لپاره لوژستیک ملاتړ هم پکې شامل وو. وزارت دغه راز د ۲۰۲۰ مالي کال له پیسو د استعمال لپاره کمېټۍ ته لیک هم استولی و.

غني: قطر ته تلونکی پلاوی د افغان دولت او ملت استازی دی

خلیلزاد: پاکستان او قطر باید د طالبانو پسرلني عملیات وغندي

''پینټاګون افغانستان کې په یوه ګاز پمپ ۴۳ میلیونه ډالرلګولي''

د چارشنبې پر ورځ د کانګرس هغې دفاعي کميټه ګۍ چې مشري یې ښاغلي ویسکولوسکي کوله د ۶۹۰ اعشاریه دوه بیلیونه ډالرو هغه لګښتي لایحه تصویب کړه چې له مخې یې په ځانګړي توګه د وسله والو لپاره د لګښتونو ورکول ممنوع بلل شوي.

د دغه نوي قانون له مخې به له هغو پیسو چې د لایحې له مخې ورکول کېږي، هيڅ داسې مالي مرسته ''د طالبانو تحریک هیڅ یوه داسې غړي ته نه ورکول کېږي چې په داسې غونډو کې کې ګډون کوي چې د افغان حکومت استازي په کې شامل نه وي او یا ښځو ته پکې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي. ''

د ښاغلي سپایسر په وینا ښاغلي ویسکلوسکي ځکه دغه موضوع شامله کړې چې د پېسو ورکړې دغه غوښتنه به له ترهګرو ډلو سره د مالي مرستو مخنیوي له قانونه سر غړونه وي.

نوموړي ''په افغانستان کې پر امریکایي ځواکونو د طالبانو روانو بریدونو او پرلپسې د افغان حکومت له منلو انکار او دغه راز په افغان ټولنه کې د ښځو حقونو ' یادوونه کړې.

د سولې خبرې داسې مهال پیل شوې چې امریکا حکومت د افغانستان له اوږدې جګړې د خپلو ځواکونو پر احتمالي ایستلو غور کوي.

د سولې خبرو کې پر دې توجه کېږي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو خوندي وتلو بدل کې به وسله وال طالبان د نورې نړۍ خلاف له افغانستانه د امنیتي ګواښ نه پېښېدو تضمین کوي او بهرنیو وسله والو ته به د افغان خاورې استعمال اجازه نه ورکوي.

وسله وال طالبان چې یو مهال یې اسامه بن لادن ته پناه ورکړې وه، وايي، د بهرنیو ځواکونو له وتلو مخکې به اوربند و نه مني او او افغان حکومت د 'امریکا تپل شوي ګوډاګي ' په نامه ردوي.

په افغانستان کې له هغه راهیسې چې ریکارډ یې ساتل کېږي پروسږ کال د بل هر وخت پرتله ډېر ملکي کسان ووژل شول چې شمېر یې ۳۸۰۴ کسانو ته رسېږي. تر اوسه ۲۴۰۰ امریکايي پوځیانو هم په دغه جګړه کې ژوند له لاسه ورکړی او دغه وژنه لا هم روانه ده.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-48304141

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading