بازتاب نیوز

هلمند؛ د بهرنیانو په هوايي برید کې د څلورو قوماندانانو په ګډون لسګونه پولیس وژل شوي

٢٦ غويی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶غویي ۱۳۹۸ل): د هلمند ولایت مرکز  «لښکر ګاه» ښار ته څېرمه بهرنیانو په خپلو همسنګرو عسکرو بمبار کړی چې؛ په پایله کې یې د څلورو مهمو قوماندانانو په ګډون لسګونه تنه پولیس وژل شوي.

سرچینې وايي؛ یاد برید نن ماخستن نهه بجې داسې مهال ترسره شوی چې؛ د لښګر ګاه ښار ختیځې دروازې ته څېرمه د پولیسو اکاډمۍ په امنیتي پوسته باندې د طالبانو له لوري جګړه روانه وه.

د سرچینو په وینا؛ د یادې جګړې په دوران کې د پولیسو له اکاډمۍ څخه د پولیسو نظامي کاروان د طالبانو د برید د شاته تمبولو په غرض راووت چې؛ د بهرنیانو تر هوايي برید لاندې راغی.

ویل کېږي چې؛ په یاد برید کې د هلمند-کندهار د لویې لارې عمومي قوماندان ګران حبیب، د ارکان رئیس څارن غلام سعید، د اکاډمي دمرستیال قلندر ماما او د ټولۍ د قوماندان جان ماما په ګډون په یاد برید کې تر دېرشو زیات پولیس وژل شوي.

شمشاد تلویزون ته هم یوې امنیتې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط په خپلو همسنګرو باندې د بهرنیانو هوايي برید تائید کړی خو ددې برید د عواملو په اړه یې لا هم څه نه دي ویلي.

یاده دې وي چې؛ په دولتي عسکرو باندې د بهرنیانو هوايي بریدونه کومه نوې خبره نه ده؛ تر دې وړاندې هم د ګډ حکومت سرتېري د بهرنیانو له لوري په نښه او وژل شوي چې؛ په تړاو یې حکومت له بهرنیانو د وضاحت غوښتلو جرات ندی کړی.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/144796/%D9%87%D9%84%D9%85%D9%86%D8%AF%D8%9B-%D8%AF-%D8%A8%D9%87%D8%B1%D9%86%DB%8C%D8%A7%D9%86%D9%88-%D9%BE%D9%87-%D9%87%D9%88%D8%A7%D9%8A%D9%8A-%D8%A8%D8%B1%DB%8C%D8%AF-%DA%A9%DB%90-%D8%AF-%DA%85%D9%84%D9%88/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading