بازتاب نیوز

« د ننګرهار والي د داعش پروژې د پلې کولو لپاره ټاکل شوی»

٢٦ غويی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ غويی، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ولایتي شورا د ننګرهار والي «شاه محمود میاخېل» د داعش پروژې په پاللو او ملاتړ کولو تورنوي.

ددې شورا یوه غړي «اجمل عمر» د ننګرهار د وروستیو نا امنیو په تړاو رابلل شوې خبرې ناستې ته وویل؛ د ننګرهار والي غواړي په شېرزادو او خوږیاڼو ولسوالۍ کې د داعش پروژه وپالي او تقویه کړي چې؛ دا څرګندوي نوموړی د ننګرهار له امنیت سره هیڅ علاقه نه لري.

عمر وړاندې زیاتوي؛ دوی په همدې اړوند بشپړ اسناد لري او که والي له دوی سره مناظرې ته حاضر شي دوی به یاد اسناد له خلګو ا ورسنیو سره شریک کړي.

د اجمل عمر تر دې څرګندونو وروسته؛ شاه محمود میاخېل په خپله فسبوکپاڼه باندې عمر او د ننګرهار د ولایتي شورا رئیس «احمد علي» په دې ولایت کې د نا امنیو لاملین وبلل او هغوی یې په پراخ مالي فساد او ا ختلاس تورن کړل او ادعا یې وکړه چې په نوموړي پسې کېدونکی «تبلیغات» له دې امله ده چې دی چارواکو ته ونډه نه ورکوي.

د والي دا ګام که څه هم په ټولنیزو رسنیو کې مثبت ګام وبلل شو خو؛ د ولایتي شورا د غړو د مناظرې غوښتنه په ځای پاتې شوه او  میاخېل له هغوی سره مناظره کول د وخت ضایع کول وبللږ

یاده دې وي چې؛ د ننګرهار والي د داعش ډلې د فعالیتونو له چټکتیا سره هم مهاله ددې ډلې په پاللو او ملاتړ تورنېږي چې ورسره یو ځای غربي رسنیو داسې شایعات هم پیل کړي چې؛ ګواکي داعش ډله له سوریې او عراق څخه وروسته افغانستان ته رامخه کوي او غواړي همدلته سنګر ونیسي.

د چارو د شنونکو په اند؛  داعش ډله په افغانستان کې هغومره ځواک نه لري څومره چې ستره ښودل کېږي او که چېري بهرنی او کورنی ملاتړ ونلري د طالبانو په وړاندې به په لنډ وخت کې وسلې وغورځوي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/144807/%D8%AF-%D9%86%D9%86%DA%AB%D8%B1%D9%87%D8%A7%D8%B1-%D9%88%D8%A7%D9%84%D9%8A-%D8%AF-%D8%AF%D8%A7%D8%B9%D8%B4-%D9%BE%D8%B1%D9%88%DA%98%DB%90-%D8%AF-%D9%BE%D9%84%DB%90-%DA%A9%D9%88%D9%84%D9%88/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading