بازتاب نیوز

هند له افغان سولې بهيره پر خپل ملاتړ ټينګار وكړ

٢٧ غويی ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس او د سولې د اجماع لپاره په سيمه ييزو چارو كې د جمهور رئيس ځانګړي استازي محمد عمر داودزي تېره ورځ د هند د ملي امنيت له سلاكار اجيت دووال سره كتلي دي.

د دې شورا وياند غفور احمد جاوېد وايي، داودزى او دووال د افغانستان پر سولې او د هغې لپاره پر سيمه ييزې اجماع وغږېدل.

د هند د ملي امنيت سلاكار د افغانانو په مالكيت د افغانستان د سولې له بهيره د نوي ډيلي پر هر ډول ملاتړ ټينګار كړى او ويلي يې دي، چې په دې برخه كې به خپله هېڅ ډول همكاري ونه سپموي.

داودزى له جرمني وروسته پرون هند ته ورسېد او ټاكل شوې له يو شمېر نورو هندي چارواكو سره هم پر افغان سولې بهير او د دغه بهير په اړه د سيمه ييزې اجماع پر پراختيا خبرې وكړي.

 

The post هند له افغان سولې بهيره پر خپل ملاتړ ټينګار وكړ appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/05/17/%D9%87%D9%86%D8%AF-%D9%84%D9%87-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86-%D8%B3%D9%88%D9%84%DB%90-%D8%A8%D9%87%D9%8A%D8%B1%D9%87-%D9%BE%D8%B1-%D8%AE%D9%BE%D9%84-%D9%85%D9%84%D8%A7%D8%AA%DA%93-%D9%BC%D9%8A%D9%86/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading