بازتاب نیوز

په ولسمشریزو ټاکنو کې د رایې ورکوونکو د نوم ثبتونې په اړه د ټاکنو کمیسیون وروستۍ پرېکړه کړې

٢٧ غويی ١٣٩٨ خبر تلویزیون یک

به دری بخوانید2019-05-17 | 15 دقيقه مخکې

د یک تلویزیون د هغو اسنادو له مخې چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون څخه یې ترلاسه کړي ښایي چې په ولسمشریزو ټاکنو کې له بایومیتریک سیستم او ټکنالوجۍ نه استفاده نه کیږي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په پرېکړو کې ټینګار شوی چې د مخکنیو پارلماني ټاکنو د رای ورکوونکو نوملړ دوهم ځلې په غور سره کتل شوی او له سمونو وروسته د استفادې لپاره وسپارل شو.

هغه اسناد چې یک تلویزیون د ټاکنو له خپلواک کمیسیون نه ترلاسه کړي ښایي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړو پرېکړه کړې چې د ټاکنو قانون د نولسمې مادې پر بنسټ چې په هغه کې د ټاکنو په ورځ د ټکنالوجۍ ګټه اخیستل پکې مطرح شوي، تعدیل راوړل ناشوني دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ثور میاشتې په ۲۰ مه نېټه پرېکړه وکړه چې د ټاکنو قانون د ۱۹ مې مادې په دوهمه فقره کې تعدیل ناشونی دی.

د ټاکنو قانون د ۱۹مې مادې په دوهمه فقره کې راغلي چې د رایې د نوم لیکنې په شمول د ټاکنو په ټولو پړاونو کې له ټکنالوجۍ او بایومتریک نه استفاده کیږي، خو اوس د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې له بایومیتریک سیستم نه استفاده ناشونی ده.

د ټاکنو د کمیسیون پدې پرېکړه کې ټینګار شوی چې د مخکنیو پارلماني ټاکنو لیست دوهم ځلې په غور کتل شوی او له اصلاحاتو او سمونو وروسته خپور شوی.

د امریکا سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې د کابل د ولسي جرګې د نهایي پایلو هرکلی شوی او د روانو ولسمشریزو ټاکنو په اړه یې لیکلي:«د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د زږدیر کال مۍ میاشتې د لسمې نېټې پرېکړې په اساس همدغه کړنلاره د ۲۰۱۹ کال د ولسمشریزو ټاکنو کې هم د تطبیقیږي.»

همدارنګه د امریکا سفارت د ټاکنو له خپلواک کمیسیون نه غوښتنه کړې چې په سپټمبر میاشت کې د ولسمشریزو ټاکنو د ترسراوی لپاره چمتوالی زیات کړي.

د امریکا سفارت د ټاکنو په روڼوالي ټینګار کوي او زیاتوي چې امریکا په افغانستان کې ولسمشریزو ټاکنو له بهیره ملاتړ کوي.

بلخوا د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ مشر یوسف رشید د ټاکنو خپلواک کمیسیون تورنوي چې د ټاکنو د ترسراوي په اړه یې تردې دمه هیڅ چمتوالی نه دی نیولی.

په ټاکنو له ټکنالوجۍ او بایومیتریک سیتم نه کار اخیستل د سیاسي حزبونو طرحه ده، اوس به ولیدل شي چې سیاسي حزبونه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دغه کړنې په وړاندې څه غبرګون وښایي.

1TVNews.af

اصلي اړیکې: http://www.1tvnews.af/ps/news/afghanistan/38242-2019-05-17-03-45-55

د اصلي پاڼې خلاصول

خبر تلویزیون یک په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading