بازتاب نیوز

میدان وردګ:د ۷۰ میلیونه اختیاري بودیجې پروژې وټاکل شوې

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د میدان وردګو ولایت د عامه مالي چارو مدیریت کمېټې په غوڼده کې، د ۷۰ میلیونو افغانیو په ارزښت دغیر مشروطه بودجې لپاره پروژې وټاکل شوې.

دا غونډه د مرستیال والي انجنیر تاج محمد عمري په مشرۍ د مستوفی، پوهنې، کرنې، روغتیا، اقتصاد، کلیو پراختیا او د ولایت مقام مالي او اداري رئیسانو په ګډون د ولایت په مقام کې دایره شوه.

مرستیال والي  عمري په یاده غونډه کې په انډولیزې پراختیا ټینګار وکړ او زیات یې کړه چې د پروژو په ټاکلو کې د پروژو لومړیتوب او د ولسونو اړتیاوو ته پوره پام وشي او اړوند پروژې دې په ټاکلي وخت پیل او د روان مالي کال تر پایه پای ته ورسیږي، څو د ولسونو ستونزې پر خپل وخت حل شي.

د عامه مالي چارو مدیریت کمېټې غړو د انډولیزې پراختیا په پام کې نیولو سره، د ښوونځیو، پولونو، ذخیره وي بندونو، سړوخونو، روغتیایي مرکزونو، د کرنې ریاست د مدیریت ودانېو، د اوبو رسولو شبکو پروژې، د مرکز میدانښار په شمول په ټولو ولسوالیو کې د ولسونو اړتیاو ته په کتو، غیر مشروطه بودجې لپاره وټاکلې.

غیر مشروطه بودجه هر کال د مرکزي دولت له لوري ولایتونو ته ورکول کیږي چې سږ کال هم له نیکه مرغه دغه بودجه ۷۰ میلیونه افغانۍ میدان وردګو ولایت ته ورکړل شوې چې د دې بودجې ټولې ټاکل شوې پروژې به د روان مالي کال تر پایه بشپړې شي.

د یادولو وړ ده چې تېر کال هم ۶۸ میلیونه افغانۍ غیر مشروطه بودجه میدان وردګو ولایت ته ورکړل شوې وه، چې له امله یې درې لویې پروژې، د کرنې ریاست ګدام، د میدان وردګو پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز او په چک ولسوالۍ کې یو روغتیايي مرکز شامل وو، رغاول شوي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

The post میدان وردګ:د ۷۰ میلیونه اختیاري بودیجې پروژې وټاکل شوې appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/میدان-وردګد-۷۰-میلیونه-اختیاري-بودیجې/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading