بازتاب نیوز

غزني:طالبانو تر صحرایي محکمې وروسته ۳ ملکیان وژلي

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د غزني ولايت د ګيلان او قره باغ ولسواليو په اړوندو کې پرون ماﺯديګر او تيره شپه په وسله واله نښته او هوايې بريد کې ۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او د ګيلان ولسوالۍ په اړوندو کې بيا وسله والو طالبانو ۳ ملکي کسان په شهادت رسولي دي.

د غزني ولایت رسنیز دفتر وایي په لومړي اقدام کې تيره ورځ ناوخته د قره باغ ولسوالۍ په نکوردک سيمه کې د يوه هوايې بريد په ترڅ کې ۳ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دغه راﺯ تيره شپه د ګيلان ولسوالۍ اړوند په نظر خان پمپ کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته کې دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي، يو تن ټپي شوى او يو ميل کلاشينکوف يې د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلى دى.

دغه راﺯ تيره ورځ وسله والو طالبانو دري تنه ملکي کسان د ګيلان ولسوالۍ اړوند حضرت شاه باﺯار ته څيرمه هر يو فضل هادي د خاټکو د کلي، عبدالله او سيد رسول د فتيحشو د کلي اوسيدونکي د صحراىې محکمي پر بنسټ په شهادت رسولي دي.

وسله  والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

The post غزني:طالبانو تر صحرایي محکمې وروسته ۳ ملکیان وژلي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/غزنيطالبانو-تر-صحرایي-محکمې-وروسته-۳-م/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading