بازتاب نیوز

پکتیا: په ۷۰ میلیونه افغانیو عصري جمنازیوم جوړیږي

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د پکتيا ولایت د مرکز ګردېز د لوړپوړيزو ودانیو په سیمه کې د دې ولایت د والي شميم خان کټوازي په لاس د ۷۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د جوړېدونکي ورزشي جمنازيوم د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

دغه جمنازیوم په ۳۵۰۰ متره مربع ځمکه جوړيږي، چې د د بېلابېلو لوبو لپاره به پراخه او معياري لوبغالی، د ۳۰۰۰ کسانو لپاره د نندارې ځای، د تمريناتو دوه سالونونه، د فدراسيونونو او سپورتي ټولنو لپاره د کنفرانسونو دوه تالارونه، اداري خونې، تشنابونه او نور اړين ملحقات ولري، چې ساختماني چارې به یې د يوه کال په موده کې د جمهوري رياست د ملي پراختيايي عملياتي ادارې په مالي لګښت د بنایي تصدۍ د ریاست له لوري بشپړې شي.

پکتيا والي شميم خان کټوازي د ياد جمنازيوم د بنسټ ډبرې کېښودلو په مراسمو کې د پکتيا ورزشکارانو او د ورزش مينه والو ته مبارکي وويله او زیاته یې کړه، چې که څه هم د دې ولایت ورزشکارانو د هېواد او نړۍ په کچه اتلولۍ ګټلې دي، خو په تېرو وختونو کې دوی ته لازمه پاملرنه نه ده شوې. کټوازي وويل، چې د دې جمنازیوم په جوړېدو سره به د پکتيا ولایت ورزشکاران د لوبو او تمریناتو یو عصري ځای ولري او په ملي او نړیواله کچه به د بېلابېلو لوبو د کوربه توب جوګه شي. پکتیاوالي زیاته کړه، چې د پکتیا ولایت ورزشکارانو ته د ورزشي اسانتیاوو برابرولو تر څنګ به د دوی هر اړخيز ملاتړ ته دوام ورکړي.

د پکتيا ولایتي شورا مرستيال ایوب غروال، د بدني روزنې آمر ګل کريم سحر او د ورزشکارانو په استازولۍ نجيب الله نوري هم خبرې وکړې او د پکتيا له والي شميم خان کټوازي څخه یې مننه وکړه، چې له ورزشکارانو او ځوانانو سره یې خپله کړې ژمنه پر ځای کړه. دوی په خپلو خبرو کې د جمنازیوم جوړېدل د پکتیا د ځوانانو د ورزشي ظرفیتونو په رابرسېره کېدو کې بې ساری ګام وباله او غوښتنه یې وکړه، چې د ځوانانو ملاتړ او پیاوړتیا ته دې په همدې ډول دوام ورکړل شي. د بدني روزنې آمر د ګردېز له ښاروال عصمت الله خالد هم مننه وکړه، چې تل یې د سپورتي فعالیتونو حمایت کړی.

د غونډې په پای کې د پکتيا د ورزشکارانو لخوا د پکتيا والي شميم خان کټوازي ته، ځوانانو او د ورزش ډګر ته د ځانګړې پاملرنې په پار د سرو زرو په مډال او د ویاړ لونګۍ ډالۍ شول.

The post پکتیا: په ۷۰ میلیونه افغانیو عصري جمنازیوم جوړیږي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/پکتیا-په-۷۰-میلیونه-افغانیو-عصري-جمناز/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading