بازتاب نیوز

د پکتیا دیني عالمان:د سولې جرګې پریکړې دې تطبیق شي

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

 د پکتيا ولايت ګڼ شمېر ديني عالمانو د دغه ولايت والي شميم خان کټوازي سره وليدل او ځينې غوښتنې او وړانديزونه یې ورسره شريک کړل.

په دغه ناسته کې له پکتیا ولایت څخه د ديني عالمانو په استازولۍ مولوي خواجه الدين حقبيان د مشورتي لویې جرګې جریانات له ديني عالمانو سره شریک کړل او جرګه یې په تمامه مانا خپلواکه، بریالۍ او د ملت د ارادې تمثیلونکې وبلله.

وروسته ديني عالمانو له پکتيا والي سره د خپلو اسنادو د ارزونې، په مرکز ګردېز کې د لويو جوماتونو د رغولو، علماو ته د عصري زده کړو د زمينې برابرولو او په دولتي ادارو کې علماو ته د لازمو دندو د ورکړې په اړه ځينې غوښتنې او وړانديزونه شريک کړل.

پکتيا والي شميم خان کټوازي ديني عالمانو سره د خبرو په ترڅ کې وويل، چې په نېږدې وخت کې به د زون په کچه له ټولو ديني عالمانو څخه د ازموينې اخيستلو زمينه برابره کړي او په دې سره به د ټولو ديني عالمانو د اسنادو د ارزونې ستونزه حل شي. پکتيا والي زياته کړه، چې د پکتيا ديني عالمانو ته به په شخصي لګښت د عصري زده کړو زمينه برابره کړي او ډاډ یې ورکړ، چې د مرکز ګردېز عيدګاه جامع جومات به په اساسي ډول سره ورغوي او هم به د پکتيا ديني عالمان په دولتي چوکاټ کې په مناسبو دندو وګماري.

The post د پکتیا دیني عالمان:د سولې جرګې پریکړې دې تطبیق شي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-پکتیا-دیني-عالماند-سولې-جرګې-پریکړې-د/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading