بازتاب نیوز

د سیمه ییزې حکومتوالۍ کنفرانس؛ حلیم فدایي پکې خپلې تجربې شریکې کړې

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

خوست والي د سیمه ییزې حکومتوالۍ د بهبود په اړه د پوهې او تجاربو د شریکولو په علمي او ملي کنفرانس کې خپلې تجربې شریکې کړې.

دا ملي کنفرانس چې د هرات ولایت په ارګ هوټل کې د دو ورځو لپاره جوړ شوی او د خوست، لغمان او هرات ولایت والیان په کې ګډوون لري، ددې ولایت مدني فعالان، استادان، محصلین او د خصوصي سکتورو غړي یې ګډنوالو دي.

په دې کنفرانس کې د نورو والیانو ترڅنګ خوست والي ښاغلي محمد حلیم فدايي خپله  وینا وړاندې کړه، چې پر رهبریت او مدیریت متمرکزه وه.

فدايي په پیل کې د یاد کنفرانس له جوړیدو خوښي وښوده او ویې ویل چې دا علمي کنفرانس دې په یوه ملي طرحه بدل او د اوس لپاره دې په یادو دریو ولایتونو کې دوام ورکړل شي.

فدايي ددې کنفرانس د هغو ګډنوالو استادانو او محصلینو مننه وکړه، چې خپلې طرحې یې جوړې او د ناستې ګډنوالو ته وړانډې کړې، والي خوښي وښوده، چې استادان او محصلین د علمي ګامونو خواته حرکت کوي او د خپلو طرحو په بیانوالو سره غواړي چې د پرمختګ علمي او عملي اړخونه څرګند کړي.

خوست والي د کنفرانس له ګډنوالو سره د خپلو تجربو د شریک کولو ترڅنګ د خوست ولایت د ولایتي ادارې او د ولسونو همکاري، ستونزې، غوښتنې، د حل لارې او د موجوده امکاناتو څخه د استفادې ډولونه او هغه طرحې په ګوته کړې چې په دې ورستیو میاشتو کې د ولایت مقام لخوا جوړې شوي او تر عملي کار لاندې دي.

د خوست والي په ۳۱ تر کار لاندې طرحو په اړه لن‌‌‌‌‌‌ډ معلومات ورکړ چې نوموړي خوست کې په خپله څلور میاشتینۍ دوره کې طرحه کړېدي.

نوموړي دسییمه ایزې حکومتولۍ په اړه د تیوري، ساختاري، خدمات، مدیریتي، پلانګزاري، ولسي ګ‌‌‌‌‌‌ډون، امنیتي، د پالیسي او قوانینو تدوین، ، فکري غنامندي او د بشري او انساني منابعو له بعدونو تشریح او ګواښونه او تجریبې یې شریکې کړي.

ښاغلي فدايي وویل چې په خوست کې به یوه علمي او تخصصي شورا ایجاد شي، چې دا شورا به د سیمه ییزې حکومتوالۍ په برخه کې هم رول ولري.

هغه وویل دا چې په خوست کې د ادارو په کچه د ښځو ونډه صفر وه، په ورستیو میاشتو کې دې اړخ ته د پاملرنې او د جلالتماب جمهور رییس د ژمنود تعقیب پر بنسټ په ادارو کې د ښځو د ګمارنې ونډه زیاته شوي او دا مهال په کار پوهې یو شمېر میرمنې له ګمارنې ورسته په اداروو کې په کار بوختې او ددې ترڅنګ په توحید او تعقیب مرکز هم میرمنې د انټرشیف پروګرام له لارې ګمارل شوي او دا مرکز پرته له سانسور څخه د خلکو د شکایتونو پر بنسټ ستونزې هواروي او د حکومت او ولس تر منځ فصله له منځه وړي.

هغه وویل چې له دولسو کالونو وروسته د جندر امرې په کار پیل وکړ او د خوست په تاریخ کې په لومړي ځل د چاپېریال ساتنې رییسه په دنده وګمار شوه او په دریو نورو ریاستونو کې به هم میرمنې وګمارل شي.

خوست والي په دې کنفرانس کې وویل دا چې د سیمه ییزې حکومتوالۍ ثبات او انکشاف یقیني کړو باید په سیستم تمرکز وشي او پلان ګزاري له تحلیل، ارزونې، دقت په موجودیت سره تر سره او د خلکو له اړتیاوو او غوښتنو سره سمې پروژې په پام کې ونیول شي.

The post د سیمه ییزې حکومتوالۍ کنفرانس؛ حلیم فدایي پکې خپلې تجربې شریکې کړې appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-سیمه-ییزې-حکومتوالۍ-کنفرانس؛-حلیم-فد/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading