بازتاب نیوز

غزني: د سولې مشورتي جرګې د پریکړه لیک په ملاتړ غونډه وشوه

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

په غزني کې له سولي مشورتي لویې جرګي او پکي له شویو پریکړو او نظرونو څخه د سلګونه غزني میشتو دیني عالمانو، قومي مشرانو، ښځینه فعالانو، معلولینو او ځوانانو په ګډون نن ملاتړ غونډه وشوه.

د غزني والي وحیدالله«کلیمزي» جوړي شوي غونډي ته په وینا کې د سولي له پروسي څخه د ولسونو له ملاتړ او همکاریو څخه مننه او ستاینه وکړه.

هغه د سولي مشورتي لویې جرګي ته په اشاري سره وویل چې ولسونه د سولي غوښتونکي دي او لویه جرګه چې د سولي په برخه کې د ولس د نظرونو، غوښتنو او وړاندیزونو د اخیستلو په موخه جوړه شوي وه په پوره استقلالیت سره ولس خپل نظرونه او غوښتني شریکي کړي.

والي ښاغلي کلیمزي علماوو ته په اشاري سره وویل، چې هغوی دي د معمولي مسایلو پر ځای هیواد کې د جګړي او ویني توئیدو د مخنیوي لپاره غږ اوچت کړي.

هغه وویل: (( راځئ صرف د هیواد د ژغورلو لپاره د جګړي د پای ته رسولو او د سولي د ټینګښت لپاره لاس په کار شو.))

والي ښاغلي کلیمزي دغه راز وویل: (( د حکومت لخوا د سولي غږ او سولي ته لومړیتوب د حکومت د کمزورۍ په معنا نده، ولس هره ورځ ویني چې زموږ د امنیتي ځواکونو پر وړاندي دښمن د هیڅ راز مقابلي توان نلري خو چې د دښمن پر وړاندي جنګیږو دا مو مجبوریت دی.))

غونډي ته د ولایتي شورا منشي حمیدالله«سروري»، د علماوو شورا رئیس مولوي محمد اسمعل«روحاني»، قومي مشر ډاکټر علي جان«جمال»، قومي مشر ویس«منیب» او د سوداګرۍ خونو مشر عبدالمتین«قلندري» خپلو خبرو کې د سولي مشورتي لویه جرګه د سولي په تړاو د افغانستان د ولس او نظام د نظرونو د توحید او د ولس د واقعي نظر په ټولولو کې مؤثر وباله.

هغوی روانه جګړه ناروا او د هیواد په زیان د پردیو د ګټو د پاللو لپاره وبلله.

د غونډي په پای کې قومي مشر خلیل الله«هوتک» او نویدي بیات د سولي د مشورتي لویې جرګي پریکړه لیک په پښتو او دري ژبو ولوستل.

The post غزني: د سولې مشورتي جرګې د پریکړه لیک په ملاتړ غونډه وشوه appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/غزني-د-سولې-مشورتي-جرګې-د-پریکړه-لیک-په/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading