بازتاب نیوز

د وطن ګوند مشرتابه پلاوي له اتمر سره لیدلي

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم مشر محمد حنیف اتمر د وطن ګوند د مشرتابه پلاوي له غړو او د دې ګوند له مرستیال سره وکتل.

د اتمر د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې په لیدنه کې د وطن ګوند د مشرتابه پلاوي غړو وویل، چې د ښاغلي عبدالجبار قهرمان له شهادت وروسته هم د دې ګوند غړو خپل فعالیت او مبارزې ته دوام ورکړی.

دوی وویل، چې نه یوازې په حزبي چوکاټ بلکې د هېواد د ثبات او پر مختګ له پاره به په ټولو برخو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي. د ګوند غړو د افغانستان د لویو قضایاوو د مدیریت په موخه د سالمې رهبرۍ په رامنځته کیدو ټینګار وکړ.

حنیف اتمر په خپل خبرو کې د شهید عبدالجبار قهرمان له وطن دوستۍ او نه هېریدونکو کارنامو یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د هېواد د ښیرازۍ له پاره به مشترکو مبارزو ته دوام ورکوو.

 اتمر زیاته کړه، چې له ولس سره به خپلې اړیکې ټینګې ساتو او د دوی ستونزو ته په ګډه رسیدګي کوو.

The post د وطن ګوند مشرتابه پلاوي له اتمر سره لیدلي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-وطن-ګوند-مشرتابه-پلاوي-له-اتمر-سره-لید/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading