بازتاب نیوز

هرات کې ۵ تنه د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورل شول

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ منسوبینو درې انسان تښتوونکي د هرات-اسلام قلعه پر لویه لار نيولي.

د دغه ولایت امنیه قومندانۍ ویلي، چې یادو انسان تښتوونکو پنځه مسافر له یو عراده موټر سره تښتولي وو، چې د ملي پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې خوشي شول.

د یادولو وړ ده چې په دې عملیاتو کې یو انسان تښتونکی هغه مهال ژور ټپي شو، چې غوښتل یې پر پولیسو ډزې وکړي.

له یادو کسانو یو شمېر وسلې او مهمات هم د پولیسو لاسته ورغلې دي.

The post هرات کې ۵ تنه د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورل شول appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/هرات-کې-۵-تنه-د-انسان-تښتوونکو-له-منګلو/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading