بازتاب نیوز

ولسمشر د ایران له ځانګړي استازي سره وکتل

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

ولسمشر غني د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړی استازی محمدابراهیم طاهریان پرون مازدیګر خپل حضور ته ومانه.

د ارګ د خبرپاڼې له  مخې په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا، د دواړو هیوادونو تر منځ د همکاریو د جامع سند چې تر کار لاندې دی، اقتصادي مسایلو، راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو او امنیتي مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د دغو خبرو جزیات نه دي روښانه شوي.

The post ولسمشر د ایران له ځانګړي استازي سره وکتل appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/ولسمشر-د-ایران-له-ځانګړي-استازي-سره-وکت/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading