بازتاب نیوز

ننګرهار: اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د روژې په اړه غونډه وکړه

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست د روژې مبارکې مياشتې د فضايلو د توضيحې په پار غونډه وکړه.

په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس اورنګ صميم وينا وکړه او د قران او سنتو په رڼا کې يې د روژې مبارکې مياشتې فضايل، د اسلام په تاريخ کې د روژې فرضيت،د روژې روغتيايي او ټولنيزو ګټو په اړه هر اړخيز معلومات ورکړل .

د اطلاعاتو امر شيرشاه همدرد او نورو ويناوالو په وار سره د مبارکې روژې په فضايلو او برکتونو څرګندونې وکړې.

دوی همدا راز له رسنيو يې غوښتنه وکړه چې خپلې خپرونې د سلام او د هېواد منلي فرهنګ په رڼا کې عيارې کړي.

دوی دغه راز په مالدارو او شتمنو وګړو غږ وکړ، چې د بې وزلو او فقيرانو سره مرستې وکړي او د مرستې او تعاون فرهنګ پياوړی کړي.

The post ننګرهار: اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د روژې په اړه غونډه وکړه appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/ننګرهار-اطلاعاتو-او-فرهنګ-ریاست-د-روژې/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading