بازتاب نیوز

اسدالله خالد: سوله د هېواد د ملي اردو له منځه تللو او دښمن ته د تسلمیدو په مانا نه ده

٢٧ غويی ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

دافغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله

خالد وایي، سوله د هېواد د ملي اردو د له منځه وړلو او دښمن ته د تسلمیدو په مانا

نه ده. نوموړي امنیتي اودفاعي ځواکونو ته په خطاب کې وویلي چې تاسې به د سولې

مالکان او ساتونکې یاست.

د ملي دفاع سرپرست وزیر دغه څرګندونې پرون

پنجشنبه د ثور میاشتې په ۲۶مه د هندوستان سفیر له لوري افغان امنیتي او دفاعي

ځواکونو ته د دوو MI 35 جنګي

هلیکوپټرې د ورکړې په مراسمو کې کړې دي.

د دفاع وزارت د خبر پاڼې په حواله د ملي

دفاع سرپرست وزیر دهېواد هوایي ځواکونو ته په خطاب کې ویلي چې:” تاسې د نورو همکاران په څنګ قهرماني

وښوده،د جګړې په دې موسم کې مو د دښمن پلانونه د هغوی د عملیاتو له اعلان وروسته

دفع کړل”.

د خبر پاڼې له مخې د دفاع سرپرست وزیر، د دوست هېواد هندوستان له نظامي مرستو او د جګړې د

ټپي شوو سرتیرو په درمله، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې او تجهیز په برخو کې

د یاد هېواد له سفیره مننه  او قدر داني کړې

ده.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/20532

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading