بازتاب نیوز

په كندهار كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

٢٧ غويی ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د كندهار په نېش ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو په هوايي بريدونو كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملي دفاع وزارت لخوا تېره شپه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د دغو هوايي بريدونو له كبله ۳۷ طالبان وژل شوي او د محمد عيسى په نوم د يوه سرګروپ په ګډون ۱۲ تنه نور ټپيان دي.

په خبرپاڼه كې ويل شوي، چې وژل شوي كسان په كندهار كې د طالبانو د څو مهمو سرګروپانو اړوند وسله وال وو.

د ملي دفاع وزارت په خبره، د يادو هوايي بريدونو په ترڅ كې د طالبانو وسلې او موټرونه هم له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

The post په كندهار كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/05/17/%D9%BE%D9%87-%D9%83%D9%86%D8%AF%D9%87%D8%A7%D8%B1-%D9%83%DB%90-%D9%84%D8%B3%DA%AB%D9%88%D9%86%D9%88-%D9%88%D8%B3%D9%84%D9%87-%D9%88%D8%A7%D9%84%D9%88-%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D9%86%D9%88-%D8%AA/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading