بازتاب نیوز

د هند حکومت افغانستان ته دوې جنګي چورلکې وسپارلې

٢٧ غويی ١٣٩٨ خبر تلویزیون یک

2019-05-17 | 38 دقيقه مخکې

د هند حکومت د افغانستان له دفاع وزارت سره د ایم - ډي پنځه ديرش (DM-35) ډوله دوې پوځي چورلکو مرسته وکړه.

کابل کې د هند سفیر وینای کومار د پرون پنجشنبه مازدیګر دا دوې چورلکې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسد الله خالد ته وسپارلې.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، دا دوې چورلکې له بیلاروس څخه رانېول شوې او افغان حکومت ته په واک کې ور کړل شوې دي.

د دفاع وزارت سرپرست د دې چورلکو د سپارلو مراسمو کې وویل، چې دغه چورلکې به له ترهګرۍ سره مبارزه کې او د نشه يي توکو د قاچاقیانو پرضد عملیاتو کې وکارول شي.

ټاکلې شوې ده چې نوی ډیلی دا ډول دوې نورې چورلکې هم افغان حکومت ته ور کړي.

هند له دې مخکې هم د مرستې په ډول افغاستان ته څلور پوځي چورلکې ور کړې دي. افغان پوځ دا مهال له سلو ډېرې جنګي الوتکې لري.


1TVNews.af

اصلي اړیکې: http://www.1tvnews.af/ps/news/afghanistan/38243-2019-05-17-05-48-12

د اصلي پاڼې خلاصول

خبر تلویزیون یک په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading