بازتاب نیوز

ناټو په خپلو همسنګرو عسکرو باندې د هوايي برید «قضیه» څېړي

٢٧ غويی ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷غویي ۱۳۹۸ل) :د ګډ حکومت دکورنیو چارو وزارت  او په افغانستان کې قاطع ملاتړ د ماموریت  یو ګډ پلاوی په هلمند کې په پولیسو باندې د تېرې ورځې د شوې هوايي برید قضیه څېړي.

یاد هوايي برید چې؛ تېره ورځ د هلمند ولایت د لښکرګاه د ختيځې دروازې په سیمه کې د پولیسو اکاډمۍ ته څېرمه رامنځته شو د مهمو قوماندانانو په ګډون لسګونه پولیس پکې ووژل شول.

طالبانو په همدې تړاو خپره کړې خبرپاڼه کې وویل چې؛ هوايي برید د اکاډمۍ په امنیتي پوسته باندې ددوی له ځمکني برید هم مهاله  ترسره شو چې؛ د څلورو مهمو قوماندانو په ګډون یې ۳۵ تنه پولیس ووژل.

یوې سرچینې نن ټکي اسیا ته د وژل شویو عسکرو د نومونو یو لست هم ولېږه.

بل لور ته د هلمند د ولایتي شورا رئیس «عطاالله افغان» بیا د برید د تلفاتو په اړه شمشاد تلویزون ته ویلي چې؛ په دې برید کې ۱۷ پولیس وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

خو؛ د کورنیو چارو وزارت ویاند «نصرت رحیمي» بیا هڅه کړې د برید تلفات کم وښيي، نوموړي په خپله فسبوکپاڼه په همدې تړاو لیکلي؛ چې په دې برید کې ۸ پولیس وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د رحیمي په وینا؛ د قاطع ملاتړ د ماموریت او دکورنیو چارو وزارت یو ګډ پلاوی ددې پېښې د څېړلو لپاره ګمارل شوی چې؛ د څېړنو وروستي جزئیات به یې له رسنیو سره شریک کړل شي.

یاده دې وي چې؛ دا لومړی ځل نه دی چې بهرني ځواکونه خپل داخلي همسنګري بمباروي، تر دې وړاندې هم په ګڼو ځایونو کې د اخلي پولیس او سرتېري د بهرنیانو تر بریدونه لاندې راغلي چې بیا یې حکومتي چارواکو د سپیناوي غوښتلو جرات هم ندی کړی.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/144813/%D9%86%D8%A7%D9%BC%D9%88-%D9%BE%D9%87-%D8%AE%D9%BE%D9%84%D9%88-%D9%87%D9%85%D8%B3%D9%86%DA%AB%D8%B1%D9%88-%D8%B9%D8%B3%DA%A9%D8%B1%D9%88-%D8%A8%D8%A7%D9%86%D8%AF%DB%90-%D8%AF-%D9%87%D9%88%D8%A7%D9%8A/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading