بازتاب نیوز

ځينې د لفظونو سېتارې په غزل وپئیي

٢٧ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

وخت له مانه هم جوړ نۀ کړ هار په ملغلرو کې

ژوند خو بيخي را نغی په کار په ملغلرو کې

غرونو کې زمونږ د محبت اوښکې ریښتنې دي

شک د تقلید ښۀ دی خو د ښار په ملغلرو کې

چاود چاود اننګي خوړینې لیمې څوک د چا نۀ ګوري

شنو کاڼو روان دی شرنګهار په ملغلرو کې

ما به چېرته هم ستا د خوږلت خاوره خوړلې وي

توی که مې له سترګو کړ غبار په ملغلرو کې

خدایه ما د هغې په غم ښه ډېر ورشریک کړې تۀ

توی مې ملغلرې کړې د یار په ملغلرو کې

ځينې د لفظونو سېتارې په غزل وپئیي

ځينې شاعران وپئیي تار په ملغلرو کې

وروسته له کلونو شوو قربانه مخامخ سره

مانه هغې ډېر وکړ تلوار په ملغلرو کې

ظابت الله قربان

The post ځينې د لفظونو سېتارې په غزل وپئیي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/ځينې-د-لفظونو-سېتارې-په-غزل-وپئیي/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading